انځور:‌ رویټرز
انځور:‌ رویټرز

د ډنمارک د نوي قانون له مخې هر هغه پناه غوښتونکی چې دوسیه یې دغه هیواد کې ثبت شوې د خپلې غوښتنې د ارزول کېدو په جریان کې له اروپایي ټولنې بهر درېمو هیوادونو ته استول کېږي.‌ تر اوسه هېڅ کوم هیواد دا وړاندیز نه دی منلی. سازمانونه دا قانون د مهاجرت د اصولو خلاف بولي.

پرون پنجشنبه د جون ۲مه د ډنمارک پارلمان د پناه غوښتنې نوی قانون تصویب کړ. د دې قانون له مخې د ډنمارک حکومت دغه هیواد کې ثبت شوي پناه غوښتونکي د دوی د دوسیو د ارزول کېدو په جریان کې له اروپایي ټولنې بهر د هرکلي مرکزونو ته استوي.‌

د یاد قانون له مخې درېم هیوادونه نه یوازې مهاجرو ته د اوسېدو ځای د برابرولو مسولیت پر غاړه لري بلکې باید د دوی دوسیې هم وارزوي.‌ که چېرې د پناه غوښتونکو دوسیې رد شي نو دوی له درېم هیواد څخه شړل کېږي. خو د پناه غوښتونکو دوسیو د منل کېدو په صورت کې دوی درېم هیواد کې پاتې کېږي.

د کپنهاګ پوهنتون د مهاجرتي چارو کارپوه مارتین لېمبرګ پدېرسون وایي: «هغه کسان چې غوښتنې یې منل شوې دي اجازه نه لري چې بېرته ډنمارک ته سفر وکړي. دوی یوازې په درېم هیواد کې د مهاجرو په توګه پېژندل شوي دي.

بیا ولولئ: ډنمارک بهرنیو وګړو ته د تابعیت ورکولو شرایط سختوي

هېڅ کوم هیواد چمتووالی نه دی ښوولی

تر دې دمه هېڅ کوم هیواد ډنمارک کې د راجسټر شویو پناه غوښتونکو منلو ته چمتووالی نه دی ښوولی.‌ کپنهاګن وایي له پنځو تر لسو هیوادونو سره یې خبرې کړې دي خو د دوی د نومونو له ښودلو ډډه کوي.‌ د رسنیو له مخې روندا، یوتوپیا او مصر دغه نوملړ کې شامل دي.

په ورته مهال د اکشن اېد ډنمارک سازمان عمومي مشر تیم وایت وایي:‌ «دا قانون د یوې نمایشي سیاست نښه ده.‌ لکه ډونالد ترمپ او دېوال یې.»

بل پلو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې دغه قانون «د مهاجرو په تړاو د نړیوالې همکارۍ د اصولو خلاف» بللی دی.

اسکاندېناوي هیوادونو کې د یادې ادارې استازی هنریک نوردېنتوفت وایي چې ښایي د اروپایي ټولنې غړي هیوادونه د ډنمارک له دغه قانون څخه تقلید وکړي.

بیا ولولئ:‌ په ډنمارک کې د مهاجرو د اخراج سیاست

موخه:‌ د مهاجرو شمېر باید صفر ته راټیټ کړل شي

دا لومړی ځل نه دی چې ډنمارک کې د مهاجرو ضد قانون تصویبېږي. تر دې دمخه ډنمارکي چارواکو له سوریایي مهاجرو څخه د اقامې سندونه د بېرته اخیستلو په هکله تصمیم نیولی و.‌ په خبره یې سوریه نور ناامنه نه ده. 

همدارنګه پنځه کاله مخکې ډنمارک پرېکړه کړې وه چې د هغو مهاجرو قیمتي شیان باید ترې واخیستل شي چې دغه هیواد ته داخلېږي.‌

ډنمارکي چارواکي د خپلو پرېکړو د توجیه لپاره وزګارۍ، د جرمونو زیاتوالي او فرهنګي توپیرونو ته اشاره کوي.‌

په ۲۰۱۹ کې یوازې ۷۶۱ او په ۲۰۲۰ کې یوازې ۶۰۰ کسانو ډنمارک کې قبولي ترلاسه کړې ده‌.‌ ډنمارک په ۲۰۱۵ کې ۱۰ زره کسانو ته قبولي ورکړې وه.‌

 

نورې ليکنې