له ارشیف څخه: کالې کې پولیس د کډوالو یو کمپ د تړلو په حال کې دي. کرېدېت: مهدي شبیل
له ارشیف څخه: کالې کې پولیس د کډوالو یو کمپ د تړلو په حال کې دي. کرېدېت: مهدي شبیل

د فرانسې د کالې سیمې قومندانۍ ویلي نن جمعه د جون میاشتې ۴مه یې ویروال سیمه کې د یونیکورن په نامه هغه کمپ تړلی دی چې سلګونو مهاجرو پکې په هنګرونو کې ژوند کاوه. په خبره یې نږدې ۵۰۰ کسانو ته سرپناه برابره شوې.‌ په ورته مهال سازمانونه وایي‌ چې دغه عملیاتو اصلي ستونزه هوارولی نه شي.

د فرانسې په کالې ښار کې د مهاجرو د کمپ د تړلو نوي عملیات.‌ د کالې قومنداني په یوه خبرپاڼه کې وایي چې نن جمعه د جون میاشتې ۴مه یې ویروال سیمه کې پروت د یونیکورن په نامه د مهاجرو کمپ تړلی دی.‌ د بشري حقونو سازمانونو په حواله دغه کمپ کې نږدې ۸۰۰ مهاجر اوسېدل. د پولیسو قومنداني بیا وایي چې کمپ کې د نږدې ۳۰ ماشومانو په ګډون ۶۰۰ کسانو ژوند کاوه.‌

چارواکو زیاته کړې چې «د عامه نظم او ارامتیا» او دغه راز «د چټلۍ د زیاتېدو د مخنیوي» لپاره یاد کمپ تړلی دی.

دغه عملیاتو کې نږدې ۳۰۰ سرتېرو ګډون درلود.‌

د کالې قومندانۍ دا هم ویلي چې د عملیاتو په پایله کې یې ۵۰۰ اوسېدونکو ته د هو دو فرانس د هرکلي په مرکزونو کې سرپناه برابره کړې ده.‌ د سیمې قومندان لوی لو فران فرانسوۍ ورځپاڼې له وا دو نور سره خبرو کې منلې چې د هنګرونو د ویجاړولو کار نن جمعه پیلېږي.‌

په ورته مهال کالې کې د مهاجرو مدافع بنسټونه دا کار تکراري بولي او وایي چې لږ وروسته به یاد مهاجر بېرته کمپونو ته راګرځي.‌ د اوبرژ دو میګران سازمان غړی فرانسوا ګېنوک وایي:‌ «داسې عملیاتونه ستونزه نه شي هوارولی.‌» په وینا یې کالې کې د مهاجرو وضعیت د دولت د مهاجرتي سیاست د ماټې نښه ده.

د سازمانونو په خبره له تېرو څو وختونو راهیسې کالې کې مهاجر تر زیات فشار لاندې دي.‌ دوی اوبو ته لاسرسی نه لري او پولیس یې په منظمه توګه خیمې څېرې کوي‌ او یا یې شخصي وسایل ضبطوي.‌ فرانسوا ګېنوک ټینګار کوي چې دغه وضعیت د مهاجرو پر فزیکي او روحي حالت ناوړه اغېز لري.

شخړې

په تېرو څو ورځو کې کالې کې څو څله شخړې رامنځ ته شوې دي.‌ تېره سه شنبه یونیکورن کمپ ته نږدې ۳۰ مهاجرو ترمنځ شخړه کې څلور کسان ټپیان شول.

د فرانس بلو نور راډیو په حواله څو ساعتونه وروسته د شپې له ۳ د سهار تر ۸ بجو پورې د اریتریایي مهاجرو او پولیسو ترمنځ شخړه شوه.‌

پېښه له هغې وروسته رامنځ ته شوه چې د مهاجرو یوې ۵۰ کسیزې ډلې غوښتل چې برتانیا ته د ورتګ لپاره بندر ته داخل شي،‌ خو پولیسو یې مخه ونیوله.‌ ورپسې له ۱۵۰ تر ۳۰۰ مهاجرو پر پولیسو د کنسرو د قوطیو ګوزارونه وکړل.‌ پولیسو بیا د مهاجرو پر وړاندې اوښکی بهوونکی ګاز وکاراوه.‌

د قومندانۍ په حواله شخړه کې ۳۲ سرتېري ټپیان شوي چې ۷ تنه یې روغتون ته انتقال شوي دي.‌ سازمانونه بیا وایي چې شخړه کې مهاجر هم ژوبل شوي دي او څو کسان روغتون ته وړل شوي دي.

د پا دو کالې قومندانۍ په حواله د کالې ځنګل له تړل کېدو راهیسې د لومړي ځل لپاره د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده.

سازمانونه وایي چې کالې کې د ژوند سخت شرایط د دې سبب شوي چې مهاجر برتانیا ته د ورتګ لپاره هڅې وکړي‌.‌ په تېرو څو وختونو کې د مانش کانال له لارې برتانیا ته د تلونکو مهاجرو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.‌

 

نورې ليکنې