کډوال د ترکیې او یونان پر پوله.‌ انځور: پېکچر الاینز
کډوال د ترکیې او یونان پر پوله.‌ انځور: پېکچر الاینز

د ترکیې د مهاجرو چارو وزارت پرون دوشنبه وویل له دې وروسته ترکیه د افغانانو، سوریاییانو، پاکستانیانو، بنګله دېشیانو او سومالیانو لپاره د یو درېم خوندي هیواد په توګه پېژني. مانا یې دا چې یونان کولی شي د دغو هیوادونو اتباع ترکیې ته اخراج کړي.

د یونان دغه پرېکړه د سوریې، افغانستان، پاکستان،‌ بنګله دېش او سومالیا د اتباعو پر برخلیک ناوړه اغېز لرلی شي.‌ اټن پرون دوشنبه د جون میاشتې ۷مه وویل له دې وروسته ترکیه د دغو پنځو هیوادونو د اتباعو لپاره د یو درېم خوندي هیواد په توګه پېژني.

د یونان د مهاجرو چارو وزارت پر سایټ خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې «د پناه غوښتنې چارواکو د نوي هدایت او ترکیه کې د نړیوالې ساتنې د غوښتونکو د ژوند وضعیت او بشري حقونو» په پام کې نیولو سره ترکیه د پنځو هیوادونو د اتباعو لپاره خوندي هیواد بلل کېږي.‌ خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د افغانستان، سوریې، پاکستان،‌ بنګله دېش او سومالیا اتباع هلته د خپل نژاد، مذهب او یا ملیت په خاطر تر ګواښ لاندې نه دي.

د یونان د مهاجرو چارو وزیر نوتیس میتاراکیس پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي:‌ «د ترکیې خوندي ګڼل د غیرقانوني مهاجرت [د مخنیوي] او له قاچاقي ډلو سره د مبارزې په برخه کې یو مهم ګام دی.»

هغه زیاته کړې چې دا د ترکیې او اروپایي ټولنې د تړون نوی پړاو دی چې له مخې یې ترکیه باید یونان ته د مهاجرو د ورتګ او د قاچاقي ډلو د فعالیت مخه ونیسي.

د الماني ورځپاڼې بېلد په حواله هغه افغانان، سوریایان،‌ پاکستانیان،‌ بنګله دېشیان او سومالیان چې له دې وروسته ترکیې ته رسېږي او هلته پناه غواړي، غوښتنې یې د «څو ورځې وروسته ردېږي» او دوی بېرته ترکیې ته لېږدول کېږي.

په ورته مهال څېړونکي وایي‌ دغه پرېکړه به د دې سبب شي چې یونان کې د یادو هیوادونو اتباعو ته د پناه ورکولو کچه ټیټه شي.

د پناه غوښتونکو د حقونو مدافع بنسټ رفیوجي سپورت اژیین د یونان پر دغې پرېکړې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې تر دې دمخه یوازې هنګري ترکیه د یو خوندي هیواد په توګه پېژندله.

 

نورې ليکنې