د ۲۰۲۰ د اکټوبر ۱۷مه، ۱۸ میاشتنی ماشوم ارتین د فرانسې په دنکرک کې.‌ انځور:‌ برونو لیبرېشت، المال مېنسن، رویټرز
د ۲۰۲۰ د اکټوبر ۱۷مه، ۱۸ میاشتنی ماشوم ارتین د فرانسې په دنکرک کې.‌ انځور:‌ برونو لیبرېشت، المال مېنسن، رویټرز

ارتین د یوۍ کردۍ ایرانې کورنۍ تر ټولو کوچنی غړی و. د نوموړي جسد د تېرې اکټوبر له ۲۷مې راهیسې ورک و. تېر اکټوبر د ارتین کورنۍ برتانیا ته د ورتګ لپاره له مانش کاناله د تېرېدو لپاره هڅه وکړه. خو د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې د ارتین مور او پلار، خور او ورور مړه شول.

د ناروې پولیسو پرون دوشنبه د جون میاشتې ۷مه وویل د روان کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه کارموی ته نږدې ساحل کې موندل شوی جسد پېژندلی دی. دا د هغه ۱۵ میاشتني ماشوم جسد دی چې د ۲۰۲۰ د اکټوبر پر ۲۷مه مانش کې ورک شوی و. تېر اکټوبر یوې کردۍ ایرانۍ کورنۍ برتانیا ته د ورتګ لپاره د مانش کاناله د تېرېدو هڅه کړې وه‌.

د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۳۵ کلن رسول ایران نژاد، ۳۵ کلنه شیوا محمدپناهي، ۹ کلنه انیتا او ۶ کلن ارمین ډوب شول.

د دغې کورنۍ خپلوانو له اکټوبر راهیسې د ارتین د جسد موندلو ته انتظار کاوه.‌ پېښه کې ۱۵ کسان ژغورل شوي وو.‌ د عیني شاهدانو په حواله کښتۍ کې ټولټال ۲۲ کسان سپاره ول.

«د ماشوم جامې ښيي چې هغه د ناروې نه دی»

د پولیسو د پلټنو مشرې کمیلا تجېل واګه بي بي سي ته ویلي:‌ «موږ ناروې کې د کوم ماشوم د ورکېدو په اړه راپور نه و ورکړی.‌ کومې کورنۍ هم له موږ سره تماس نه و نیولی.»

نوموړې زیاته کړې چې د ماشوم جامې ښيي چې هغه د ناروې نه دی.

د پولیسو یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د عدلي‌ طب ماهرانو موندلې چې دغه ماشوم مانش کانال کې له ډوبې شوې ایرانۍ کورنۍ سره تړاو درلود.

دغه کورنۍ د ایران د سردشت سرحدي ښار اوسېدونکې وه.‌ د ارتین تره تېر کال بي بي سره خبرو کې ویلي وو چې نوموړی یو خوشاله ماشوم و.‌ هغه زیاته کړې وه چې کورنۍ یې د پېښې له امله ناامېده شوې ده.

په کوچنیو کښتیو کې د مانش کانال له لارې برتانیا ته ناقانونه سفرونه له ګواښونو ډک دي.

 

نورې ليکنې