ارشیف. کم سنه مهاجر د فرانسې په شمالي کالې ښار کې. کرېډېټ: کډوال نیوز، مهدي شبیل
ارشیف. کم سنه مهاجر د فرانسې په شمالي کالې ښار کې. کرېډېټ: کډوال نیوز، مهدي شبیل

د فرانسې ځینو مدافع وکیلانو د کم سنه مهاجرو په اړه د ملي راغونډېدنې ګوند پر یو بروشور او د جمهوریت غوښتونکو استازي پر خبرو نیوکه کړې ده.‌ دوی یادې خبرې ناسمې بولي او وایي چې ورته دریځونه کم سنه مهاجر بدناموي.

تېره جمعه د جون میاشتې ۴مه تر سلو ډېرو مدافع وکیلانو د ملي راغونډېدنې ګوند پر هغه بروشور نیوکه کړه چې د سیمه ییزو ټاکنو په را رسېدو سره د فرانسې په ایولین سیمه کې خپور شوی و.

دغه بروشور کې چې د اولین اوسېدونکو ته استول شوی د ملي راغونډېدنې سخت دریځ‌ګوند وایي بې سرپرسته او کم سنه ماشومان د ناامنۍ د زیاتوالی لامل دي. په وینا یې د فرانسې دولت پر هر ماشوم مهاجر د کاله ۴۰۰۰۰ یورو لګښت کوي.

مدافع وکیل اېمانویل داوود بیا د فرانسې خبري اژانس ته وایي دغه خبرې کم سنه او بې سرپرسته مهاجر بدناموي. نوموړي د ملي راغونډېدنې ګوند د یادو ادعاوو پر وړاندې د کرېتی، نانتر او ورسای څارنوالیو کې شکایتونه ثبت کړي دي.

په ورته مهال فرانسوۍ ورځپاڼه لوموند وایي چې کم سنه او بې سرپرسته مهاجر له ماشومانو سره د ټولنیزو مرستو ادارې یوازې ۱۰ سلنه جوړوي او پر هر یو یې د ورځې ۲۳ یورو لګښت کېږي چې په کال کې یې مصرف ۸۳۹۵ یورو ته رسېږي.

ښاغلی داوود زیاتوي چې ورته دریځونه د سنه کسانو پر وړاندې تبعیض او کرکه راپارولي.

څارنوالۍ صلاحیت لري چې د دغو شکایتونو پر بنسټ‌ دوسیه پرانیزي.‌ د کریتی څارنوالۍ د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې دوی د شکایت د ارزولو په حال کې دي‌.

بیا ولولئ:‌ افغان مهاجر منصور په پاریس کې:‌«وایم چې کمسن یم، خو څوک یې نه مني» 

«عوام غولونکې خبرې»

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې می میاشتې په پای کې د جمهوري غوښتونکو استازي هانري لوروا فیګارو ورځپاڼې سره خبرو کې ویلي وو چې د کم سنه مهاجرو له امله د ناامنۍ د کچې د لوړېدو او پر دو دولتي لګښت له کبله اندېښمن دي.

هغه مهال ځینو مدافع وکیلانو د نوموړي پر خبرو نیوکه کړې وه.‌ د جون میاشتې پر ۵مه ۳۹ وکیلانو لوموند ورځپاڼه کې لیکلي وو: «موږ نور د بې خبرو او یا بد کردارو کسانو ناسمې، دروغجنې او د حقیقت خلاف خبرې نه منو.»

دوی د کم سنه مهاجرو پر وړاندې ادعاوې رد کړې وې او عوام غولوونکې یې بللې وې. د نوموړو وکیلانو په حواله یاد استازي د ناکره او مبهمو معلوماتو پر اساس قضاوت کړی دی.

په خبره یې کم سنه مهاجر مجرمان نه دي بلکې په بېلابېلو برخو کې خپلو زدوکړو ته ادامه ورکوي.‌ په تېرو څو میاشتو کې ځینو کارفرمایانو د هغو قومندانیو د پرېکړو پر وړاندې اعتصاب وکړ چې غوښتل یې د دوی شاګردان له فرانسې څخه وشړي. 

 

نورې ليکنې