انځور:‌ رویټرز، ه. مک کې، له ارشیف څخه
انځور:‌ رویټرز، ه. مک کې، له ارشیف څخه

د فرانسې د دنکرک سیمې یوې محکمې یو رومانیایی موټر چلوونکی له هغې وروسته په یو کال بند محکوم کړ چې لارۍ کې یې درې ویتنامي مهاجر وموندل شول.

د تېرې می میاشتې پر ۲۷مه د فرانسې په شمالي ښار بیلول کې پولیسو په یوه لارۍ کې درې ویتنامي مهاجر وموندل. د نور لیتورال ورځپاڼې له مخې دغه ۱۸، ۱۹ او ۳۰ کلن مهاجرو د فرانسې په لیل ښار کې یادې لارۍ ته پورته شوي‌ وو.‌ خو رومانیایي لارۍ چلوونکي نیکوسور دیمیترو هغه ورځ له موزل ښار څخه خپل سفر پیل کړی و.

د دنکرک محکمې د جون میاشتې پر ۷مه نوموړی فرانسې ته د ناقانونه مهاجرو د داخلولو په تور په ۱۳ میاشتو بند محکوم کړ.‌ نیکوسور دیمیترو دغه راز ۳۰۰۰ یورو جریمه شوی او د پنځو کلونو لپاره فرانسې ته د داخلېدو اجازه نه لري.

بیا ولولئ:‌ بلجیم او فرانسه کې ۱۵ مهاجر په لاریو کې موندل شوي

ډېری مهاجر اروپایي هیوادونو ته د رسېدو په موخه ځانونه لاریو کې پټوي.‌ خو په لاریو کې سفر کول د غمجنو پېښو سبب ګرځېدلی شي. په ۲۰۱۹ کې برتانوي پولیسو لنډن ته نږدې یوه لارۍ کې د ۳۹ ویتنامیانو مړي وموندل.‌ دغه کسان د فرانسې برن کې لارۍ ته ختلي وو خو د ساتنګۍ او خپل بدن د تودوخې د درجې د راټیټېدو له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.‌

محکمې د یادې پېښې په تړاو ځینې کسان په بند محکوم کړل. لارۍ چلوونکی موریس رابېنسون په ۱۳ کلونو او ۴ میاشتو بند محکوم شو. محکمې دغه راز د رونان هیوز او ګیورګ نیکا په نامه تورن کسان د غیرعمدي وژنې او د مهاجرو د قاچاق په تړاو په ۲۰ او ۲۷ کلونو بند محکوم کړل.‌

 

نورې ليکنې

Webpack App