په آلمان کي يو شمير مرستندويه سازمانونه د دغه هيواد له حکومت څخه غوښتي دي چي لا زيات مهاجر دي له يونان څخه آلمان ته راولي.
کپه آلمان کي يو شمير مرستندويه سازمانونو د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د جون ۸مه) د مهاجرو په ملاتړ يوه اعلاميه خپره کړېده. په دغه اعلاميه کي راغلي دي چي راوستل سوو ټولو او په زياته ماشوم مهاجرو ته آلمان ته راتلل د امنيت او ښه راتلونکي معنی ورکوي. زياته سوې چي مخ په وړاندي هم د يوناني ټاپوګانو په مهاجر کمپونو کي زيات شمير مجروح کيدونکي يا اړمن مهاجر سته چي «آلمان بايد ورسره مرسته وکړي».
ياده اعلاميه په دې تناظر کي خپره سوې چي په همدغه ورځ د اروپايي اتحاديې د شورا او د دغې اتحاديې د عدلي او داخله وزيرانو غونډه دايره سوه.
په اعلاميه کي راغلي دي چي د آلمان له خوا له يوناني مهاجر کمپونو څخه د مهاجرو د راوستلو رسمي پروګرامونه پای ته رسېدلي دي. په دې ترح کي د يو کال په جريان کي آلمان ته ۲۷۰۰ مهاجر له يونان څخه راوستل سول. غير دولتي دغو سازمانونو د آلمان پر حکومت ږغ کړی دی چي له يونان څخه د مهاجرو منلو پروسې ته دي ادامه ورکړي.
په اعلاميه کي راغلي دي چي «د زښتو زياتو مالي او توکو د مرستو باوجوده د يونان په اړونده ټاپوګانو کي وضعيت فاجعه وي دی.» زياته سوې چي د مهاجرو د نوم ثبتونې په مراکزو او په همدې توګه د پناه غوښتني و نظام ته د لاسرسي په ترڅ کي لويي ستونزي شتون لري. د سازمانونو په وينا په دغو ټاپوګانو کي په زياته د وړ سرپټي ځايونو او د طبي مراقبت ستونزه ډېره لويه ده. هغوی نيوکه کړې چي په جزوي توګه بعضو مهاجرو ماشومانو حتی له کالونو راهيسي د تعليمي ادارو مخ نه دی ليدلی.
د مرستندويه سازمانونو په اعلاميه کي غوښتنه سوې ده چي د ستونزو د اوږدمهال هواري له پاره «يو اروپايي حل ته اړتيا سته.» د پرو ازيول تر څنګ پر دغه اعلاميه د کاريتاس، دياکوني، امنستي انټرنېشنل، سېف دي چلډرن، بې پولي ډاکټرانو او يو شمير نورو سازمانونه لاسليکونه هم سته.
آ./ا.ا.