مرستندويه سازمان آکسفام د يوې څېړني په پايلو کي ويلي چي قانوني سين ته تر رسېدو وروسته د زيات شمير مهاجرو له پاره په اروپا کي د ستونزو د زیاتېدو چانسونه هم ډيريږي.
کله چي په کم سن اروپا ته راغلو مهاجرو عمرونه ۱۸ کاله سي نو په زياتو اروپايي هيوادونو کي هغوی هغه حفاظت له لاسه ورکوي چي و يو کمسن مهاجر ته ورکول کيږي. دا خبره د بشري حقونو سازمان آکسفام د پنجشنبې په ورځ په برلين کي د خپلې څېړني د راپور معرفي کولو پر وخت وکړه. دغه سازمان د اتلس کلن کېدونکو مهاجرو په هکله وويل: «هغوی ته بيا د بې سرپناه کېدنې، زبېښاک او ناوړه استفادې ګواښ پيښيږي.»
آکسفام د درو نورو بشري حقونو د سازمانونو له پاره يوه څېړنه کړې چي بې سرپرسته يوازي مهاجر په يونان، هالنډ، آيرلند او فرانسه کي د اتلس کېدو وروسته د کومو ننګونو سره مخامخ کيږي. د څېړني پايلو ښودلې چي يادو هيوادونو کي هيڅ داسي پروګرام نسته چي د اتلس کلن کېدو وروسته د دغو ځوانانو مراقبت وسي.
د آکسفام په وينا دا ستونزه د مثال په توګه د سرپناه په موضوع کي رامنځته کيږي. په دې ترڅ کي په يونان کي يوازي بې سرپناه مهاجر د اتلس کلن کيدو سره سم له اړونده سرپناؤ څخه کوڅې ته ايستل کيږي. په آيرلنډ کي دغه کمسن مهاجر و سن ته تر رسېدو وروسته له مراقبت کوونکو کورنيو څخه دباندي مهاجر کمپونو ته لېږل کيږي چيري چي هغوی د نابلدو بالغانو سره يوځای ژوند کوي.
ويل سوي چي د اتلس کلن کېدو سره سم په اداري کارونو او چارواکو کي هم دغه مهاجر کم ملاتړ ترلاسه کوي. د بيلګي په توګه که هغوی ورته معين سوي وخت کي په اړونده ادارو کي حاضري ورنکړي يا غلط اسناد وړاندي کړي نو حتی د اخراج د ګواښ سره مخامخ کيږي.
د راپور له مخي په فرانسه او ايټاليا کي مغلق قوانين د دغو مهاجرو له خوا د مسلکي زدکړو په پېلولو کي خنډ واقع کيږي. آکسفام غوښتنه وکړه چي د ځوانو مهاجرو د ملاتړ له پاره دي دولتي مشاورين يا مراقبت کوونکي مؤظف کړل سي چي د اداري چارو په ترڅ کي د هغوی سره مرسته وکړي.
د بشري حقونو سازمانونو په خپل راپور کي مثبتي بيلګي هم راوړي دي. لکه په يونان کي چي د ۱۶ او ۱۸ کالونو تر منځ عمر لرونکي مهاجر کولای سي چي په داسي سرپناؤ کي استوګنه وکړي چيري چي مراقبين هم موجود وي. دغه مراقبين د ځوانانو سره مرسته کوي چي ځان و يوازي اوسېدو ته چمتو کړي. په فرانسه او يونان کي هم د دا ډول پروژو په هکله په راپور کي مثالونه ورکول سوي دي.
آ./ا.ا.