د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون تېره چهارشنبه د فرانسوي کابینې لو یو شمېر وزیرانو سره غونډه کې وویل چې له دغه هیواد څخه د غیرقانوني بهرنیانو د اخراج پروسه باید په موثره توګه ترسره شي. په داسې حال کې چې اروپا کې د بې سنده بهرنیانو د اخراج کچه ۳۰ سلنې ته رسېږي، خو له فرانسې نه د اخراجېدونکو کسانو له ډلې ۱۵ سلنه یې شړل کېږي.
د فرانسې ولسمشر تېره چهارشنبه د جون میاشتې ۹مه د فرانسې له لومړي وزیر ژان کستکس او د دغه هیواد د داخلې، د بهرنیو چارو او عدلیې وزیرانو سره د مهاجرت پر سر خبرې وکړې. نوموړي غونډه کې وویل چې له فرانسې څخه د بې سنده بهرنیانو د اخراج پروسه باید په موثره توګه ترسره شي.
په خبره یې فرانسه د اخراج له ستونزې سره مخ ده. هغه زیاته کړې: «زموږ د سیستم فعالول د سیاسي، ډېپلوماتیکو او رسنیزو دلایلو له کبله سخت شوي دي.»
تېر کال په کورنیو چارو کې اروپایي کمېشنر د فرانسې مشرانو جرګې ته وویل چې اروپا کې د بې سنده بهرنیانو له ډلې ۳۰ سلنه یې اخراجېږي، خو فرانسه کې د اخراجېدونکو بې سنده بهرنیانو کچه ۱۳،۱۴ ته رسېږي. د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ بیا وایي چې له دغه هیواده ۱۵،۳ غیرقانونی بهرنیان اخراجېږي.
ښاغلي مکرون له یادو وزیرانو څخه د «عملیاتي تدابیرو» د نیولو غوښتنه کړې ده. په وینا یې د مهاجرو له اصلي هیوادونو سره دې د دوی د اتباعو د منلو پر سر خبرې اترې پیل شي.
په سخت دریځۍ او ترهګرۍ تورن ناقانونه بهرنیان
د فرانسې ولسمشر په ځانګړې توګه د هغو بهرنیانو پر اخراج ټینګار کړی چې په سخت دریځۍ او یا ترهګرۍ تورن دي. د نوموړي پلان دا دی چې دغه بهرنیان له زندانه تر خوشي کېدو وروسته باید سمدلاسه هوایي ډګرونو ته انتقال شي.
فرانسه کې ۱۱۱۵ ناقانونه بهرنیان په سخت دریځۍ تورن دي چې له ډلې یې ۵۱۴ کسان لا هم په دغه هیواد کې اوسېږي. دمګړۍ ۴۰۰ کسان د پولیسو تر نظارت لاندې دي او ۶۰۱ تنه نور له فرانسې څخه شړل شوي دي. د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ په حواله ټاکل شوې چې په راتلونکو اونیو کې ۲۵۰ تنه نور له فرانسې څخه وشړل شي.
هغه مهاجر چې جرمونه او یا تخلفونه یې کړي هم له فرانسې څخه اخراجېږي. دغه ډله کې مراکشیان، الجزایریان، تونسیان، د روسیې او د افریقا اتباع شامل دي.
بل پلو د امانویل مکرون یو سلاکار وایي بهرنیان په سیستماتیګه توګه فرانسه کې د پناه غوښتنه کوي ځکه چې پوهېږي د خپلو دوسیو د ارزول کېدو پر مهال – چې څو میاشتې وخت نیسي – ورسره مرسته کېږي.
خو په خبره یې د مهاجرو د منلو کچه ټیټه ده. د رسمي شمېرو له مخې هر کال فرانسه کې ۱۲۰ زره کسان د پناه غوښتنه کوي چې له ډلې یې ۲۰۰۰۰ غوښتنو ته مثبت ځواب ورکول کېږي. که څه هم ۲۰ زره کسان د خپلو دوسیو تر ردېدو وروسته له فرانسې څخه وځي، خو ۸۰ زره نور په ناقانونه توګه دغه هیواد کې ژوند کوي.