د اولمپیک د نړیوالې کمیټې یا آی او سي له خوا د توکیو د اولمپیک په سیالیو کې د مهاجر په ۲۹ کسیزه ډله کې درې افغانان هم شامل دي. دغه ډله کې د ۵ ایراني لوبغاړو نومونه هم لیدل کېږي.
د اولمپیک نړیوالې کمېټې تېره سه شنبه د هغو ۲۹ کډوالو لوبغاړو لېست اعلان کړ چې ټاکل شوې سږ کال د توکیو په اولمپیک سیالیو کې ګډون وکړي. دغه ډله کې د ۲۴ کلن بایسکل ځغلوونکې معصومې علیزادې، ۲۴ کلن تکواندوکار عبدالله صدیقي او د جودو د لوبغاړې ۲۸ کلن نګارې شاهین نومونه لیدل کېږي.
د معصومې علیزادې مربي تیري کمیونال سیالیو ته د دغې مهاجرې د ټاکل کېدو په هکله وایي: «تر اوسه پورې مې باور نه کېږي.» نوموړی له درېو کلونو راهیسې د معصومې علیزادې د مربي په توګه کار کوي.

معصومې د می میاشتې له پای راهیسې د سویس د بایسکل ځغلوني په نړیوال فدراسیون کې تمرین کوي. ټاکل شوې چې نوموړی د جولای میاشتې پر ۹مه قطر ته ولاړه شي او د مهاجرو له ډلې سره یو ځای د جولای پر ۲۳مه د توکیو د سیالیو پرانیست غونډه کې ګډون وکړي.
د معصومې ماشومتوب ایران کې تېر شوی دی. نوموړې افغانستان ته تر ستنېدو وروسته له یو شمېر نجونو سره بایسکل ځغلونی پیل کړ. هغه چې په ۲۰۱۸ کې فرانسې ته راغلې اوس د لیل پوهنتون کې د انجنیرۍ زدکړه کوي.
د مهاجرو په ډله کې عبدالله صدیقي هم شامل دی. دغه ۲۴ کلن مهاجر په ۲۰۱۶ کې تر اوږد سفر وروسته اروپا ته رسېدلی دی. نوموړی چې د بلجیم ټکواندو لوبډله کې تمرین کوي وایي د دغه خبر تر اورېدولو وروسته یې باور نه کېده چې خوب به یې پر رېښتیا بدل شوی وي.
عبدالله صدیقي زیاتوي چې بلجیم کې تر رسېدو وروسته دا چانس ورته برابر شو چې یو کلب کې تمرین وکړي. په خبره یې: «کله مې چې مربي ولیدل چې زه ښه لوبه کوم، زه یې یو بل کلب ته معرفي کړم. د دغه کلب مربي بیا له ما سره مرسته وکړه چې سیالیو کې ګډون وکړم.»

ښاغلي صدیقي له ۲۰۱۷ راهیسې په ګڼو نړیوالو او اروپایي سیالیو کې ګډون کړی او تر اوسه یې څو مډالونه ترلاسه کړی دی. هغه د ۲۰۱۷ په بروکسل جام کې لومړی مقام او په ۲۰۱۹ کې یې د اسپانیا اوپن د سرو زره مډال خپل کړ.
عبدالله صدیقي وایي د توکیو سیالیو ته چمتو دی او هیله لري چې دا چانس ورته د لا زیاتو بریاوو زمینه برابره کړي.
ټاکل شوې چې عبدالله صدیقي د ۶۵ کیلوګرام وزن لرونکو ډله کې لوبه وکړي.
د توکیو د جودو سیالیو بله لوبغاړې: نګاره شاهین. دغه ۲۸ کلنه مهاجره افغانستان کې زېږېدلې ده خو اوس په روسیه کې ژوند کوي. نوموړې چې ماشومتوب کې د پاکستان پېښور ښار کې مهاجره وه په ۱۱ کلنۍ کې د جودو تمرین پیل کړی دی. د نګارې شاهین وزن له ۷۰ کیلوګرام کم دی.
نګاره د روسیې په اکاترینبرګ پوهنتون کې د نړیوالې سوداګرۍ زدکړه کوي. هغه په پام کې لري چې د ماسترۍ سند هم ترلاسه کړي.
نګارې په ۲۰۲۰ کې ډوسلدورف ګراند سلم او په ۲۰۲۱ کې کزان ګراند سلم سیالیو کې ګډون کړی دی.