د ۲۰۱۸م کال د سپټمبر ۱۹مه، موریا کمپ. انځور: رویترز
د ۲۰۱۸م کال د سپټمبر ۱۹مه، موریا کمپ. انځور: رویترز

د ۲۰۲۰ په سپټمبر میاشت کې د یونان موریا مهاجر کمپ ته د اور اچونې په تور څلور افغان پناه غوښتونکي په لس لس کاله حبس محکوم شوي دي. د نوموړو مدافع وکیلانو او د مهاجرو د حقونو مدافع سازمانونو د محکمې دغه پرېکړه غیر عادلانه بللې ده.

د ۲۰۲۰ په سپټمبر میاشت کې د یونان په لېسبوس ټاپو کې پروت موریا کمپ کې اورلګېدنه رامنځ ته شوه. د پېښې پر مهال دغه کمپ کې تر ۲۰۰۰۰ زیاتو مهاجرو ژوند کاوه. له اورلګېدنې کابو یو کال وروسته د خیوس محکمې تېره شنبه د جون ۱۲مه څلور افغان پناه غوښتونکي کمپ ته د اور اچونې په تور په بند محکم کړل.

دغه پناه غوښتونکي په لس لس کاله بند محکوم شوي دي. د دوی مدافع وکیلانو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د حکم تر صادرېدو وروسته یې په سملاسي توګه د بیا کتنې غوښتنه ده.

درنه سزا

مدافع وکیلانو زیاته کړې چې د دغو کسانو محاکمه عادلانه نه وه. په خبره یې د محکوم شویو له ډلې درې تنه یې داسې سندونه لري چې ښيي چې د نیول کېدو پر مهال یې عمرونه تر اتلسو کلونو ټیټ وو. خو د یوناني چارواکو له خوا د کم سنه مهاجرو په توګه نه وو پېژندل شوي.

مدافع وکیل پاتریکیوس پاتریکوناکیس برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین ته ویلي چې دغه کسان د محکمې له خوا په حد اکثر سزا محکوم شوي او محکمې مخففه حالات په پام کې نه دي نیولي.

دوی دا هم ویلي چې خبریالانو، عدلي ناظرانو او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو یو استازي ته د محکمې سالون ته د ننوتلو اجازه نه وه ورکړل شوې.

تېره مارچ میاشت د لېسبوس یوې محکمې دوه نور افغان پناه غوښتونکي د دغې قضیې په تړاو په پنځه پنځه کلونو بند محکوم کړي وو.

محکمه کې د اصلي شاهد غیاب

ویل شوي چې دغه محکمه د یوه بل افغان پناه غوښتونکي د شهادت پر بنسټ شوې ده. نوموړي دغه درې کسان په دې تورن کړي وو چې موریا ته یې اور اچولی. خو د مدافع وکیلانو په وینا شاهد تېره جمعه محکمه کې حاضر نه و.

محکوم شویو کسانو ویلي چې دوی د تبعیض قربانیان دي. په خبره یې اصلي شاهد د افغانستان له پښتون قوم څخه دی او دوی هزارګان دي.

د شاهدانو په ډله کې سرتېرو، اور وژونکو او کمپ کې د اروپا د پناه غوښتنې چارو غړي هم شامل وو.

 

نورې ليکنې