عبدالله صدیقي (کېڼ خوا ته) له خپل حریف سره. د عکس ټول حقونه خوندي دي.
عبدالله صدیقي (کېڼ خوا ته) له خپل حریف سره. د عکس ټول حقونه خوندي دي.

عبدالله صدیقي یو له هغو درېو افغان مهاجرو دی چې د توکیو د اولمپیک سیالیو ته یې لار موندلې ده. نوموړی چې د تکواندو لوبغاړی دی له پنځو کلونو راهیسې په بلجیم کې ژوند کوي.

عبدالله صدیقي کډوال نیوز سره تلېفوني خبرو کې وایي: «کله مې چې دغه خبر واورېد، هېڅ مې باور نه کېده.»

د اولمپیک د نړیوالې کمیټې یا آی او سي تېره سه شنبه د جون میاشتې ۸مه د هغو مهاجرو ۲۹ کسیز لېست اعلان کړ چې ډله کې یې د د دوو افغانو نجونو په ګډون د عبدالله صدیقي نوم هم لیدل کېږي. دغه ۲۴ کلن مهاجر له پنځو کلونو راهیسې په بلجیم کې ژوند کوي. ټاکل شوې ده چې هغه د جولای پر ۲۳مه د توکیو د اولمپیک سیالیو په پرانیست غونډه کې ګډون وکړي.

بیا ولولئ: هغه درې افغان کډوال چې د توکیو د اولمپیک سیالیو ته یې لار موندلې

عبدالله صدیقي چې د افغانستان د کابل ولایت دی وایي، په ۸ کلنۍ کې یې د تکواندو تمرین پیل کړی دی. نوموړي اروپا ته تر راتګ مخکې د افغانستان د تنکیو ځوانونو د تکواندو ملي لوبډلې غړیتوب درلود او په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۳ کې یې د تاجیکستان او بحرین د تنکیو ځوانانو په سیالیو کې د سرو زرو دوه مډالونه ترلاسه کړي وو.

د تکواندو لوبغاړی عبدالله صدیقي. د عکس ټول حقونه خوندي دي.
د تکواندو لوبغاړی عبدالله صدیقي. د عکس ټول حقونه خوندي دي.

د مهاجرت پیل

نوموړی د خپل مهاجرت په هکله وایي: «د امنیتي دلایلو له کبله د خپل هیواد پرېښودو ته اړ شوم. پر ما برید وشو او ګواښونه مې ترلاسه کول.»

عبدالله صدیقي د ګڼو نورو مهاجرو په څېر اروپا ته د راتګ لپاره له زیاتو سختیو سره مخ شوی دی. په خبره یې: «سفر مې اوږد و. د ایران او ترکیې له لارې یونان او په پای کې بلجیم ته ورسېدم.»

دغه ځوان لوبغاړی زیاتوی چې اروپا ته تر رسېدو وروسته دا چانس ورته برابر شو چې یو کلب کې تمرین وکړي. هغه وایي: «کله مې چې مربي ولیدل چې زه ښه لوبه کوم، زه یې یو بل کلب ته معرفي کړم. د دغه کلب مربي بیا له ما سره مرسته وکړه چې اروپایي سیالیو کې ګډون وکړم.»

صدیقي له پنځو کلونو راهیسې په ګڼو نړیوالو او اروپایي سیالو کې ګډون کړی او تر دې دمه یې څو مډالونه ګټلي دي. هغه د ۲۰۱۷ په بروکسل جام کې لومړی مقام او په ۲۰۱۹ کې یې د اسپانیا اوپن د سرو زرو مډال خپل کړ.

«سیالیو ته چمتو یم»

عبدالله صدیقي وایي که څه هم د کډوالۍ ژوند له ستونزو ډک دی او بلجیم کې تکواندوکارانو ته کافي تنخواه نه ورکول کېږي، خو هغه له ورزشي امکاناتو څخه راضي دی. نوموړی وایي: «دلته د لوبغاړو لپاره ټول امکانات شته. مربي مې یو ایرانی دی چې زه ترې منندوی یم. له ما سره یې ډېره مرسته کړې ده.»

دغه مهاجر لوبغاړی سیالیو ته چمتوالی ښيي او زیاتوي چې تر اولمپیک مخکې یې زیات تمرین کړی او ډېره خواري یې ایستلې ده. خو سیالیو کې د بریا لپاره باید نور زیار وباسي. دمګړۍ هغه د ورځې څلور ساعته د بلجیم په ملي لوبډله کې تمرین کوي. عبدالله صدیقي چې د ۶۸ - کیلوګرام وزن لرونکو ډله کې لوبه کوي وایي هیله لري دا چانس ورته د لا زیاتو بریاوو زمینه برابره کړي. 

د توکیو اولمپیک لوبې چې د راتلونکې جولای میاشتې په ۲۳مه پیلېږي د اګست تر ۸مه پورې ادامه لري.

 

نورې ليکنې