د جګړو له ویرې یو شمېر افغانان د بې ځایه کېدو پر مهال. انځور: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره
د جګړو له ویرې یو شمېر افغانان د بې ځایه کېدو پر مهال. انځور: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا وایي لغمان او ننګرهار کې وروستیو جګړو تر ۳۵ زره کسان بې کوره کړي دي. راپور کې زیاته شوې چې لغمان کې د جګړو له امله ۲۳ زره کسان او ننګرهار کې بیا ‍۱۲۰۰۰ تنه نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا په خپل نوي راپور کې وایي د افغانستان په لغمان ولایت کې د وروستیو جګړو له امله ۲۳ زره کسان بې ځایه شوي دي.‌ راپور کې زیاته شوې چې دغو کسانو له ډلې ۱۹۰۰۰ تنه یې بشري مرستو ته اړتیا لري.‌ 

دغه راز ټولټال ۱۲ زره کسان ننګرهار ولایت کې د وروستیو ناامنیو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي چې ۵۰۰۰ تنه یې بشري مرستو ته اړمن کسان دي.

راپور کې زیاته شوې چې لغمان کې ډېری بې ځایه شوي کسان د علیشنګ او علینګار ولسوالیو اوسېدونکي دي.

همدارنګه ننګرهار کې ډېرۍ بې ځایه شوې کورنۍ د اچین،‌ پچیراګام،‌ ده بالا او سرخرود له والسیو جلال اباد ښار، خوګیاني ولسوالۍ او یا مهمند درې ته تللې دي.

کنړ او نورستان کې ناامنۍ

بل پلو اوچا کنړ او نورستان کې د تاوتریخوالي‌ د کچې د لوړېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.‌ یاد اژانس ویلي د نورستان په دوآب ولسوالۍ کې یوه روغتون د ناامنیو له کبله خپل فعالیتونه درولي چې د تړل کېدو له امله یې لږترلږه ۲۶ زره کسان له روغتیایي خدماتو څخه بې برخې شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا د می میاشتې په پای کې ویلي‌ وو چې د روان کال په پنځو لومړیو میاشتو کې افغانستان کې جګړو نږدې ۱۰۰ زره افغانان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي. یادې اداره زیاته کړې وه چې د جګړو د دوام له امله زیات شمېر کسان د دې توان نه لري چې بېرته خپل کورونو ته ستانه شي.

د اوچا د راپور له مخې د کورنیو بې ځایه شویو افغانانو په ډله کې ۲۰ سلنه نارینه، ۲۱ سلنه ښځې او ۵۹ سلنه تر ۱۸ کلونو کم عمر لرونکي ماشومان دي.

 

نورې ليکنې