اسلام قلعه کې د افغانستان او ایران ترمنځ ګډه پوله.‌ انځور:‌ دویچه وېله، شعیب تنها شکران
اسلام قلعه کې د افغانستان او ایران ترمنځ ګډه پوله.‌ انځور:‌ دویچه وېله، شعیب تنها شکران

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې تهران کې د افغانستان سفارت ته نږدې د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا د ځینو افغان مهاجرو د نیول کېدو په هکله اندېښنه ښودلې ده.‌

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي له ایراني چارواکو سره یې د دغو مهاجرو د نیول کېدو په تړاو خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.‌

پرون دوشنبه بي بي سي وویل، په تهران کې د افغانستان سفارت د بهرنیو چارو وزارت ته په یو راپور کې لیکي چې د ایران امنیتي ځواکونو تېره یکشنبه د جون میاشتې ۱۳مه زیات شمېر هغه افغانان چې د قنسولي کارونو لپاره یې دغه سفارت ته مراجعه کړې وه نیولي او د اخراج په موخه یې سرویسونو کې سپاره کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خپله اعلامیه کې ویلي چې دغه موضوع «له دیپلماتیکو لارو» تعقیبوي.

د ایران حکومت تر اوسه د دې موضوع په اړه څه نه دي ویلي.

بي بي سي چې د افغانستان سفارت راپور ته یې لاسرسی موندلی وایي، دغه کسان له هغې وروسته ونیول شول چې پاسپورټونه یې سفارت کې دننه طی مراحل کېدل.‌

راپور کې زیاته شوې چې د افغانستان سفارت کنسولي چارواکو له ایراني پولیسو څخه د نیول شویو افغانانو د خوشي کولو غوښتنه کړې، خو امنیتي ځواکونو ورسره «توهیني چلند کړی او د وسلو په وسیله یې ورته ګواښ کړی دی».

د دغه راپور له مخې دا دویم ځای دی چې د ایران امنیتي ځواکونو د افغانستان سفارت مراجعین نیسي.

تر دې دمه د نیول شویو کسانو برخلیک نه دی معلوم.

 

نورې ليکنې