د ارمان یوسف رحماني په لارۍ کې پټ شوی مهاجر.‌ انځور:‌ د برتانیا د کورنیو چارو وزارت
د ارمان یوسف رحماني په لارۍ کې پټ شوی مهاجر.‌ انځور:‌ د برتانیا د کورنیو چارو وزارت

یو ایرانی مهاجر چې دوه کاله مخکې یې د برتانیا اقامه ترلاسه کړې په دوو کلونو او ۷ میاشتو بند محکوم شوی دی.‌ هغه په دې تورن و چې مهاجر یې په کوچونو کې پټول او برتانیا ته یې انتقالول.

د برتانیا د کورنیو چارو وزارت پرون دوشنبه د جون ۱۴مه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې یو ۲۱ کلن ایرانی مهاجر برتانیا ته د مهاجرو د قاچاق په تور په ۲ کلونو او ۷ میاشتو بند محکوم شوی دی.

دغه مهاجر چې ارمان یوسف رحماني نومېږي د منچستر د الډهام سیمې اوسېدونکی دی.‌ نوموړي د ۲۰۱۸ د ډېسمبر د ۲۰۱۹ تر اپریل میاشتې پورې ۶ موټر چلوونکي په کار ګومارلي‌ وو او له فرانسې او بلجیم څخه یې برتانیا ته موبل او فرنیچر واردول.

ویل شوي چې هغه موټرونو کې د موبل او فرنیچر د بارولو پر مهال مهاجر کوچونو کې دننه پټول. موټر چلوونکو اجازه نه درلوده چې موبل او فرنیچر لاریو ته پورته کړي.‌ د محکمې په حواله دوی نه پوهېدل چې کوچونو کې دننه مهاجر پټ کړل شوي دي.

لارۍ کې پټ کړل شوی مهاجر. انځور:‌ د برتانیا د کورنیو چارو وزارت
لارۍ کې پټ کړل شوی مهاجر. انځور:‌ د برتانیا د کورنیو چارو وزارت

څه موده مخکې پوله کې موندل شویو مهاجرو برتانوي ځواکونو ته ویلي وو چې دوی کم سنه عراقیان دي.

انځورونه ښيي چې کوچونو کې پټ شوي مهاجر د ساتنګۍ په صورت کې د مرستې غوښتنه نه شوای کولی. محکمې دا طریقه «غیرانساني» بللې ده.‌

د برتانیا د کډوالۍ چارو وزیر کریس فیلپ بیا ټینګار کړی چې دغه پېښه ښيي چې مجرمان څنګه د برتانیا د پناه غوښتنې له سیستم څخه ناوړه ګټه اخلي او د خلکو ژوند په خطر کې اچوي.

بیا ولولئ:‌ د مهاجرو انتقالول:‌ فرانسه کې یوه لارۍ چلوونکی په یو کال بند محکوم شو

د کورنیو چارو زارت یوه ویاند ویلي چې ارمان یوسف رحماني د هغو کسانو ژوند ته یې هېڅ ډول ارښت نه ورکاوه چې ورته یې پیسې ورکړې وې.

بل پلو د مالي او جنایي پېښو څېړونکې کتي برون ویلي چې د محکمې پرېکړه «د یوې عالي څېړنې» پایله ده.‌ نوموړې زیاته کړې دا پېښه ښيي‌ چې قاچاق وړونکي د مهاجرو خوندیتوب ته پام نه کوي.

ارمان یوسف رحماني به برتانیا ته د خپلې سزا تر تېرولو وروسته له دغه هیواد څخه شړل کېږي.

نوموړی په یوه لارۍ کې برتانیا ته تللی و او دوه کاله مخکې یې دغه هیواد ته د اوسېدو لپاره اجازه ترلاسه کړې وه.

له زیاتو کلونو راهیسې اروپایي چارواکي د برتانیا او فرانسې پر ګډه پوله لاریو کې پټ شوي مهاجر نیسي. د ۲۰۱۹ په اکټوبر میاشت کې لنډن ته نږدې په یوه لارۍ کې د ۳۹ ویتنامیانو مړي وموندل شول.‌

 

نورې ليکنې