انځور:‌ د مانش او شمالي سمندر قومنداني
انځور:‌ د مانش او شمالي سمندر قومنداني

د برتانیا د کورنیو چارو وزارت وایي پرون سه شنبه د جون میاشتې ۱۵مه تر ۸۰ ډېرو مهاجرو د انګلیس کانال یا مانش سمندر له لارې برتانیا ته ځان رسولی دی.

د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته د ورتګ لپاره هڅې لا هم ادامه لري.‌ د برتانیا د کورنیو چارو وزارت پرون سه شنبه د جون میاشتې ۱۵مه وویل چې تر ۸۰ ډېرو مهاجرو له دغه کاناله په تېرېدو سره ځانونه برتانوي سواحلو ته رسولي دي.

سرچینې زیاته کړې چې یاد کسان په درېو وړوکو کښتیو کې سپاره ول.‌ په خبره یې فرانسوي چارواکو پرون سه شنبه یاد کانال کې برتانیا ته د ۴۶ کسانو د ورتګ مخه نیولې ده.‌

د برتانیا د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي چې د دغو قاچاقي سفرونو تر شا هغه مجرمان دي چې «د خپلو شخصي ګټو لپاره د خلکو ژوند په خطر کې اچوي.» 

بیا ولولئ: برتانیا:‌ له ټولنیزو رسنیو څخه د مانش له لارې د ناقانونه سفرونو په تړاو پوستونه باید لرې کړل شي

د ۱۳ تنو نورو ژغورنه

په ورته مهال د فرانسې د مانش او شمالي سمندر قومنداني په یوه خبرپاڼه کې وایي چې پرون سه شنبه انګلیس کانال کې بند پاتو مهاجرو د ګرې ني د ژغورنې او نظارت عملیاتي مرکز سره تماس نیولی او ورته یې د خپل وضعیت په اړه اطلاع ورکړې.‌ د دغو ۱۳ کسانو کښتۍ د مالو لې بن په اوبو کې له ستونزو سره مخ شوې وه.‌

ژغورل شوي مهاجر دنکرک بندر ته تر انتقالېدو وروسته سرحدي پولیسو ته سپارل شوي دي.

څه موده مخکې د برتانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي وو سږ کال تر دې دمه تر ۴۰۰۰ زیات مهاجر له مانش کاناله په تېرېدو سره برتانیا ته رسېدلي دي. سرچینې زیاته کړې وه چې امنیتي ځواکونو دغه هیواد ته د ۴۰۰۰ نورو کسانو د رسېدو مخه نیولې ده.

بیا ولولئ:‌ نږدې ۱۸۰ مهاجر د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته رسېدلي دي

د فرانسې سمندري قومندانۍ په وار ورا ویلي د مانش کانال له لارې برتانیا ته ناقانونه سفرونه له خطرونو ډک دي. څو ورځې مخکې د ناروې چارواکو د هغه ایراني ماشوم د جسد د پېژندلو خبر ورکړ چې تېر کال له خپلې کورنۍ سره مانش کانال کې ډوب شوی و.‌

 

نورې ليکنې

Webpack App