آرشيف انځور | Photo: ANSA / ETTORE FERRARI
آرشيف انځور | Photo: ANSA / ETTORE FERRARI

د ايتاليا و لامپېدوسا ته د مهاجرو د يو شمير نورو کښتيور رسېدنې په اړونده مهاجر کمپ کي وضعه لا کړکېچنه کړې ده. د رسنيو د راپورونو له مخي دغه کمپ تر اندازې زيات ډک دی.

کد رسنيو د راپورونو له مخي په لامپېدوسا کي د مهاجرو د نوم ثبتونې مرکز ته د کښتيو نوي مهاجر رسېدلي دي. د کاتوليکي خبري آژانس د خبر له مخي دغه مرکز د ۲۵۰ مهاجرو د ځای پر ځای کولو له پاره جوړ سوی خو دمګړی پکښي ۱۳۵۰ مهاجر اچول سوي دي. ويل سوي چي په دې توګه دغه مرکز تر اندازې زيات ډک دی. د رېل نيوز په نوم رسنۍ د سه شنبې په ورځ خبر ورکړ چي د لامپېدوسا ښاروال د ايتاليې له لومړي وزير څخه غوښتي دي پر دغه موضوع ورسره خبري وکړي.

په عيني حال کي د «فوس تريتون» په نوم کښتۍ د مديترانې په سويل کي تقريبا ۲۰۰ مهاجر له اخيستي او د ليبيا سرحد ساتونکي ځواک ته يې سپارلي دي. دا خبر د «آلارم فون» او د «سي واچ ايتاليا» له خوا ورکول سوی دی. د ټي جي درې په نوم خبري رسنۍ د سه شنبې په ورځ اخيستل سوې ويډيو خپره کړې ده چي د «سي برډ» په نوم د سي واچ له يوې څارونکي الوتکي څخه فلمبرداري سوېده. په دغه ويډيو کي ليدل کيږي چي له انسانانو څخه ډکي کښتۍ څخه زيات شمير سپرلي په لامبو و «فوس تريتون» کښتي ته ځان رسوي.

د راپور له مخي د «فوس تريتون» کښتۍ د مهاجر کښتۍ ته نژدې ودرېدله خو د هغوی د مرستي د غوښتنو جواب يې ظاهرا نه ورکاوه. خو وروسته د دغې کښتۍ عملې ټول مهاجر کښتۍ ته پورته کړل. وروسته اخيستل سوي انځورونه ښيي چي د ليبيا د سرحد ساتونکي ځواک يوه چټکه کښتۍ د «فوس تريتون» کښتۍ سره وصل کيږي. د «سي برډ» د عملې د تبصرې له مخي مهاجرو په لوړ ږغ احتجاج کاوه او نه يې غوښتل چي د ليبيا چارواکو ته وسپارل او بېرته پر شا ولېږدول سي.

د رای نيوز د خبر له مخي په تيرو دوو ورځو کي تقريبا ۴۰ مهاجر له الجيريا څخه د ساردينيا و سويلي ساحل ته رسېدلي دي. ويل سوي چي څو کښتۍ د ايتالوي اقتصادي پوليسو د کښتيو له خوا د سانت انتيوکو بندر ته رهنمايي کړل سول. زياته سوې چي د دغو کښتيو سپرلي پوليسو ته سپارل سوي.

دا په داسي حال کي ده چي د سانت اېګيديو د کاتوليکي کليسا رئيس، مارکو ايمپاګلياڅو د دوشنبې په ورځ د مهاجرت په تړاو د ايتاليې د سياست له پاره پنځه د اصلاحاتو وړانديزونه وکړل. د دغو وړانديزونو له مخي له شته بشري لارو څخه يوه بايد پراخه کړل سي. نوموړي پر يو بل امکان د غور کولو غوښتنه کړې چي له مخي يې د پېژندل سوو مهاجرو د مراقبت دي د شخصي کسانو او غير دولتي سازمانونو، اروپايي کورنيو او يا هم د زیات وخت راهيسي په اروپا کي اوسېدونکو د مهاجرو کورنيو ته وسپارل سي.

مارکو ايمپاګلياڅو په ستراتيژيکو سيکتورونو کي د کار کولو په مقصد و بهرنيانو ته د ويزې ورکولو د دوامداره امکاناتو برابرولو وړانديز هم کړی دي. 

په عيني حال کي په ايتاليا کي د اُسقفانو د شورا رئيس، اُسقف ګوالتيرو باسېتي د هغو غوښتنو ملاتړ کړی دی چي له مخي يې بايد د مهاجرت په تړاو د ايتاليې په سياست کي بدلون راوستل سي. باسېتي د «اوېنيرې» په نوم ورځپاڼه کي خپله يوه مقاله خپره کړې چي پکښي يې د پاپ د هغه خبرداري تذکر کړی چي ويلي يې ول چي اندېښنه لري چي مديترانه د اروپا تر ټولو لوی قبر جوړېدونکې ده. د باسېتي په وينا حتی «زموږ په ساحل کي د نارينه ؤ، مېرمنو او ماشومانو مرګ داسي برېښي چي د ژوند پر ورځنۍ راکړه ورکړه اغېز نه کوي.»

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې