آرشيف انځور ـ له لايپڅيګ څخه د افغانانو د اخراج پرواز| Photo: Picture-alliance/dpa/M.Kappeler
آرشيف انځور ـ له لايپڅيګ څخه د افغانانو د اخراج پرواز| Photo: Picture-alliance/dpa/M.Kappeler

د چهارشنبې په ورځ په آلمان کي د ايالتونو د کورنيو چارو د وزيرانو سرمشريزه پلان سوې. مرستندويه سازمانونو و افغانستان او سوريې ته د اخراجونو د درولو ږغ کړی دی.

د بشري حقونو نړيوال سازمان امنستي انټرنېشنل د آلمان د داخله وزير او د ايالتونو د داخله وزيرانو پر سرمشريزه ږغ کړی دی چي د خرابو امنيتي وضعيتونو له کبله دي سوريې او افغانستان ته مهاجر نه اخراجوي.

د امنستي انټرنېشنل د آلمانۍ څانګي څخه مارکوس بيکو د سه شنبې په ورځ په برلين کي وويل چي يادو دوو هيوادونو ته د مهاجر اخراج د نړيوالو قوانينو نقض دی.

بيکو وويل چي د آلمان د کورنيو چارو د وزيرانو سرمشريزه بايد نه يوازي و افغانستان او سوريې ته د مهاجرو اخراج ودروي بلکه بايد «نور ټول اقدامات هم بند کړي چي مقصد يې د انسانانو و اخراج ته مجبوره کول وي.»

د هغه په وينا سوريه مخ په وړاندي هم يو داسي هيواد دی چيري چي خودسرانه نېونې، شکنجه او توقيفونې د امنيتي اورګانونو ورځنی کار دی. د هغه په وينا د داخله وزيرانو په تېره سرمشريزه کي و سوريې ته د نه اخراج نه تمديدولو په آلمان کي اوسېدونکو سوريايي نارينه او مېرمنو کي د بيري څپه رامنځته کړه.

د امنسټي د آلمان د څانګي رئيس بيکو د افغانستان په هکله وويل چي د ۲۰۲۰ کال د «پيس انډکس» ليسټ له مخي افغانستان د نړۍ تر ټولو غير امن هيواد دی. د هغه په وينا په دغه هيواد کي بحران له لسيزو راهيسي ادامه لري. هغه وويل چي «بروټ فيور دي وېلټ» په نوم سازمان څېړنه ښيي چي افغانستان ته اخراج سوي زيات مهاجر بېرته له دغه هيواد څخه تښتېدلي دي. 

د مهاجرو او پناه غوښتونکو د ملاتړ سازمان پرو ازيول هم د داخله وزيرانو پر سرمشريزه ږغ کړی دی چي سوريې او افغانستان ته دي اخراجونه په سمدلاسه توګه ودروي. 

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې