آرشيف انځور ـ د ايريني ماموريت يوه کښتۍ | Photo: picture-alliance/German Ministry of Defence
آرشيف انځور ـ د ايريني ماموريت يوه کښتۍ | Photo: picture-alliance/German Ministry of Defence

د اروپايي اتحاديې د پارلمان رئيس، ډېويډ ساسولي په مديترانه کي د پناه غوښتونکو د ژغورنې په مقصد د يو اروپايي ماموريت د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

د فرانس پرس خبري آژانس د خبر له مخي د اروپايي پارلمان رئيس، ډېويډ ساسولي د دوشنبې په ورځ د پناه غوښتنې او مهاجرت پر موضوع په يو کانفرانس کي ګډون وکړ. نوموړي په دغه کانفرانس کي وويل چي دا د اروپايانو وظيفه ده چي «ژوندونه وژغوري».

ساسولي زياته کړه چي «دا نور د منلو وړ نه دي چي دغه مسؤليت و مرستندويه سازمانونو ته پرېښودل سوی دی.» هغه غوښتنه وکړه چي اروپايي اتحاديه بايد په مشترکه توګه د دې له پاره اقدام وکړي چي «په مديترانه کي ژوندونونه وژغوري او د انساناني قاچاق سره مبارزه وکړي.»

ساسولي د يوه داسي مشترک اروپايي کشف او ژغورنې د ماموريت غوښتنه وکړه چي د ټولو «ښکيلو اړخونو پوهه په کار واچوي.» د نوموړي په وينا په داسي يو ماموريت کي بايد د اروپايي اتحاديې له غړو هيوادونو څخه نيولې بيا تر اروپايي ځانګړي آژانس او په همدې راز تر مدني ټولنو پوري ګډونوال وي. 

د مهاجرت د نړيوال سازمان (IOM) د معلوماتو پر اساس د روان ميلادي کال د پيل راهيسي په مديترانه کي لږ تر لږه ۸۱۳ داسي انسانان وژل سوي دي چي کوښښ يې کاوه د ناوړه کښتيو په مرسته د مديترانې له لاري اروپاته ځان ورسوي.

د سوفيا په نوم د اروپايي اتحاديې د سمندري ځواکونو ماموريت د ۲۰۱۵ کال څخه د ۲۰۲۰ کال تر مارچ پوري شاوخوا ۴۵۰۰۰ مهاجر له مديترانې څخه وژغورل. خو د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو د ايريني په نوم بل ماموريت رامنځته کړ چي د المان پوځ هم پکښي ګډون لري. د ايټاليې او نورو غړو هيوادونو د فشار له کبله د ايريني د ماموريت د سوفيا د ماموريت په پرتله ډېر زيات د ختيځ په ساحه کي وټاکل سو. خو په دغه ساحه کي د مهاجرت لاري نسته. دليل يې دا ؤ چي که د ماموريت ساحه بايد داسي نه وټاکل سي چي د مهاجرو د لا جذب سبب سي. 

اروپايي اتحاديه دمګړی د ليبيا د سمندري سرحد ساتونکي ځواک سره مالي مرستي کوي. خو د بشري حقونو سازمانونه پر دغو مرستو سختي نيوکي کوي. ملګرو ملتونو لږ وخت تر مخه په مديترانه کي د مهاجرو د نه ژغورنې په ترڅ کي پر ليبيا سخت تورونه ولګول. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کميسارۍ په راپور کي راغلي چي دمګړی له افريقا څخه و اروپا ته د ځان رسولو د هڅه کوونکو انسانانو ژوند په کافي اندازه نه دی محفوظ. 

د ملګرو ملتونو کارپوهان پر دې هم ټينګار کوي چي ليبيا د مهاجرو له پاره خوندي ځای نه دی او نه بايد چي په اوبو کي د مهاجرو د ژغورلو وروسته هغوی ليبيا ته انتقال کړل سي.


آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې

Webpack App