د نړیوال پرمختګ مرکز یوه څېړنه ښيي چې اروپایي ټولنه تر ۲۰۵۰ کال پورې د کاري قوې کموالي سره مخ کېږي. د نړیوال پرمختګ مرکز د دغه کموالي د جبران لپاره له اروپي ټولنې څخه غواړي چې زیات شمېر مهاجر ومني.
د نړیوال پرمختګ مرکز نوې څېړنه ښيي چې اروپایي ټولنه به تر ۲۰۵۰ پورې د ۲۰۱۵ کال پرتله ۹۵ میلیونه لږ کارګر ولري.
یاد مرکز وایي چې اروپا د دغه کموالي د جبران لپاره باید د زیاتو مهاجرو هرکلی وکړي.
د څېړنې لیکوال چارلز کېني له مخې د تقاعد مودې غځول او د کارونو اتوماتیک کېدل کافي نه دي. نوموړي کډوال نیوز سره په خبرو کې وایي چې اروپا کې د نفوسو زوړوالی یوه جدي مساله ده او د تقاعد د سن د غځولو په شان اقدامات یاده ستونزه نه شي هوارولی. د دغه اقتصادپوه په حواله د دې وضعیت د جبران لپاره «مهاجرت یوازنۍ لاره ده».
روغتیایي برخو او کلیوالو سیمو کې اړتیاوې
نوموړی زیاتوي: «په ځینو برخو کې مهاجرو ته ډېره اړتیا شته، لکه روغتیایي برخو کې. خو د تېر کال تجربې پر بنسټ نورو برخو کې هم د کارګرو کموالی محسوس دی، په ځانګړې توګه اروپا ته د راتلونکو مهاجرو د شمېر د کمښت له امله. ګڼو اروپایي هیوادونو کې د کرنې، هوټلدارۍ، ترانسپورټ او صفاکارۍ څانګې زیانمنې شوې دي.»
بیا ولولئ: کرنه او ادغام: د فرانسې په سوېل لویدیځه سیمه کې افغان کډوال د فصلي کارګرانو په توګه کار کوي
د بېلګې په توګه د برتانیا د ملي روغتیا سیستم چې خلکو ته روغتیایي خدمات برابروي ۱۰۰ زره نرسانو، ډاکټرانو او صحي پرسونل ته اړتیا لري. د برتانیا د روغتیا وزیر جوناتان اشورت ګارډین ته ویلي: «د روغتونونو مشران ستړي شوي دي ځکه چې د دوی پرسونل هغه بهرنیان دي چې غواړي روغتیایي برخو کې کار وکړي، خو حکومت ورته اجازه نه ورکوي.»
استراسبورګ پوهنتون کې د مهاجرت چارو څېړونکی کریکو دیارا بیا کډوال نیوز ته وایي: «دا ځل فابریکو کې د کارګرو کموالی اصلي مسله نه ده. اصلي اړتیا روغتیایي برخو او کليوالو سیمو کې ده.» په خبره یې نن سبا ان نانوایان او مستریان د شاګردانو له کموالي سره مخ دي. خو مهاجر دغه تشه ډکولی شي.
افریقایي حل لاره
چارلز کېني زیاتوي چې اروپا د دې ستونزې د هوارولو لپاره اړ ده چې افریقایي مهاجرو ته پام وکړي. په وینا یې افریقا له اروپا څخه لرې نه ده او ډېری افریقایان په انګلیسي او فرانسوي ژبو خبرې کولی شي. بله مسله دا چې افریقا کې ځوانان له وزګارۍ سره لاس او ګریوان دي.
بیا ولولئ: فرانسه کې د مهاجرو لپاره د خیاطۍ ورکشاپ
خو ایا افریقایان اروپا ته راتلل غواړي؟ د مهاجرت نړیوال سازمان د شمېرو له مخې ۸۰ سلنه افریقایان دا غوره ګڼي چې یو بل افریقایي هیواد ته مهاجرت وکړي.
کریکو دیارا وایي : «مهاجرت یوازې له اقتصادي مشکلاتو سره تړلی نه دی. مانا یې دا چې یوازې بې وزله کسان مهاجرت نه کوي. په تېرو درېو لسیزو کې د عاج په ساحل کې د اقتصادي پرمختګ کچه لوړه شوې ده. خو له دې سره سره د عاج ساحل ډېریو اوسېدونکو اروپا ته مهاجرت کړی دی.»
ستراتژۍ کې بدلون
د ملګرو ملتونو د سازمان په حواله د اروپایي ټولنې د مهاجرتي سیستم د نه بدلون په صورت کې تر ۲۰۵۰ پورې بهرني کارګر اروپا کې یوازې د کاري قوې د کموالي ۲۳ تر ۳۰ سلنې جبران کولی شي.
د جرمني په کار انسټیټیوت کې د مهاجرت کارپوه احسان ولي زاده کډوال نیوز ته وایي: «اروپایي ټولنه باید خپل مهاجرتي ستراتژۍ کې بدلون رامنځ ته کړي او هغو کسانو ته قانوني لارې برابرې کړي چې غواړي اروپا ته راشي.»
د نړیوال پرمختګ مرکز بیا وایي چې اروپایي پوهنتونه باید بهرني محصلین ومني، بالقوه مهاجرو ته د زدکړو زمینه برابره کړې او د زیات شمېر مهاجرو هرکلی وکړي.