آرشيف انځور | Photo: Andreas Arnold / picture-alliance / dpa
آرشيف انځور | Photo: Andreas Arnold / picture-alliance / dpa

د آلمان په زاکسن ايالت کي څلور کمسنه افغان مهاجر د يو بار وړونکي موټر د بار وړلو له حصې څخه ژغورل سوي دي.

د فرانس پريس خبري آژانس د خبر له مخي د آلمان په زاکسن ايالت کي د موټر چلوونکو د استراحت په يو ځي کي موټروان ږغونه واورېدل. دغه استراحتځی د آلمان په ۱۴ عمومي لويه لار واقع دی. د راپور له مخي موټروان د ټکولو ږغونه واورېدل.

د ږغونو اورېدلو وروسته یې لومړی د خپل موټر په اړونده برخه کي نصب سوې ويډيو کېمره ولګوله. دغه موټروان په کيمره کي وليدل چي د موټر د بار وړلو په حصه کي څلور انسانان ورته لاسونه ښوروي.

پوليسو د چهارشنبې په ورځ د دغي پيښي په تړاو په لايپڅيګ کي معلومات ورکړل. د پوليسو په وينا په ويډيو کي د انسانانو د ليدلو وروسته موټروان په سمدلاسه توګه ګزمه کوونکو پوليسو ته احوال ورکړ. 

کله چي پوليسو دغه د موټر د بار وړلو حصه خلاصه کړه نو پکښي څلور افغانان يې وموندل چي عمرونه يې د ۱۵ او ۱۷ کالونو تر منځ ول. د پوليسو د لومړنيو معلوماتو له مخي دغه افغان مهاجرو دوې ورځي مخکي ځان په دغه موټر کي پټ کړی ؤ. 

له موندل سوو څلورو کسانو څخه يو هم نه دی توانېدلی چي پوليسو ته خپل هويت تثبيت کړي. 

پوليسو د بار وړونکي موټر د مالک پر ضد په دې تور پلټنې پېل کړي دي چي آلمان ته يې په ناقانونه توګه بهرنيان راقاچاق کړي دي. د څلورو افغانانو په وړاندي پلټنې پېل سوي چي په ناقانونه توګه د آلمان سرحد ته راداخل سوي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې