د بې سرحده ډاکټرانو سازمان ډاکټره عرفان ته د کورونا واکسین په هکله معلومات ورکوي. انځور: کډوال نیوز
د بې سرحده ډاکټرانو سازمان ډاکټره عرفان ته د کورونا واکسین په هکله معلومات ورکوي. انځور: کډوال نیوز

د بې سرحده ډاکټرانو سازمانو له نږدې دوو اونیو راهیسې پاریس کې اغېزمنو او په ځانګړې توګه مهاجرو ته د واکسین د تطبیق لړۍ پیل کړې ده. که څه هم ځینې مهاجر واکسین اخیستلو ته چمتووالی ښيي، خو ځینې نور بیا وایي چې له جانبي عوارضو څخه یې ډارېږي. کډوال نیوز له سیمې څخه راپور ورکوي.

الیاس چې د نرسونو جامې یې اغوستې دي یو افغان مهاجر ته وایي: «غواړې چې ځان واکسین وکړې؟ ستونزه در ته نه پېښېږي. دا له کورونا ویروس سره د مبارزې یوازنۍ لاره ده.» دغه ۲۳ کلن ځوان چې په ۲۰۱۹ کې یې فرانسه کې د پناه غوښتنه منل شوې د بې سرحده ډاکټرانو سازمان سره د ژباړن په توګه کار کوي. هغه وایي دنده یې دا ده چې له هغو مهاجرو سره مرسته وکړي چې په ناروغیو اخته دي او یا واکسین ته اړتیا لري خو فرانسوي ژبه یې نه ده زده.

د بې سرحده ډاکټرانو سازمان له دوو اونیو راهیسې د پاریس په ۱۹مه ناحیې د ګلازار په نامه ځای کې اغیزمنو کسانو او په ځانګړې توګه کډوالو ته د واکسین د تطبیق لړۍ پیل کړې ده. ګلازار هغه مکان دی چې د رستو د کور په نامه سازمان هره ورځ مهاجرو ته پکې خواړه وېشي.

د یاد سازمان غړې مارین وایي د دوی او د بې سرحده ډاکټرانو د ګډ اقدام هدف دا دی چې د راتلونکې سپټمبر میاشتې تر پای پورې ټولو اغېزمنو کسانو ته واکسین تطبیق شي.

د بې سرحده ډاکټرانو سازمان د پاریس په شمالي سیمه کې مهاجرو ته د کورونا واکسین د تطبیق لړۍ پیل کړې ده. انځور: کډوال نیوز
د بې سرحده ډاکټرانو سازمان د پاریس په شمالي سیمه کې مهاجرو ته د کورونا واکسین د تطبیق لړۍ پیل کړې ده. انځور: کډوال نیوز

ورځ کې ۳۰ تر ۴۰ کسانو ته واکسین تطبیقېږي

د بې سرحده ډاکټرانو غړې لوري لیکو کې ولاړو مهاجرو ته په اشارې سره وایي: «موږ دوی هڅوو چې ځان واکسین وکړي. همکار مو الیاس ورته په فارسي او پښتو د واکسین په هکله معلومات ورکوي.»

نوموړې زیاتوي چې د بې سرحده ډاکټرانو ټولنیز کارکوونکي لومړی د مهاجرو مشخصات لکه نوم، تخلص، د زېږېدو نېټه، روغتیایي اسناد او... ثبتوي او ورپسې دوی روغتیایي چارواکو ته معرفي کوي.

د بې سرحده ډاکټرانو روغتیایي ډله د واکسین تر تطبیق مخکې له مهاجرو پوښتي چې ایا کومه خاصه روغتیایي ستونزه لري که نه. مهاجر د واکسین تر اخیستلو وروسته د بې سرحده ډاکټرانو واکسین کارت ترلاسه کوي چې د واکسین د دوو دوزونو په هکله معلومات پکې درج شوي دي. 

د آغلې لوري په خبره دوی د ورځې ۳۰ تر ۴۰ کسانو ته واکسین تطبیقوي.

«غواړم چې له کورونا خوندي واوسم»

د بې سرحده ډاکټرانو ژباړن الیاس عرفان ته وایي: «اوس ما ته خپل مشخصات ووایه چې ثبت یې کړم. دغه معلومات د واکسین د تطبیق لپاره ضروري دي.»

 دغه ۲۳ کلن مهاجر ۴ ورځې مخکې فرانسې ته رسېدلی دی. نوموړی چې تر دې دمخه اتریش کې اوسېد وایي، هلته یې د پناه غوښتنه رد شوه. عرفان زیاتوي: «نه پوهېږم چې دغه واکسین جانبي عوارض لري که نه. خو نن دلته راغلی یم چې ځان واکسین وکړم.»

د بې سرحده ډاکټرانو د واکسین کلینیک په یو کانتینر کې موقعیت لري. دغه کانتینر کې یوه ډاکټره او یو نرس مهاجرو ته واکسین تطبیقوي.

فرانسوۍ ډاکټره جوزلین کانتینر کې دننه عرفان ته د کورونا ضد واکسین په اړه معلومات ورکوي: «دغه واکسین فایزر نومېږي او باید دوه ځله تطبیق شي.» نوموړې عرفان ته وایي چې د واکسین د دویم دوز تر اخیستلو مخکې د کورونا په مقابل کې خوندي نه دی او باید د ماسک کارولو ته ادامه ورکړي.

عرفان د واکسین تر اخیستلو وروسته له کانتینره وځي. د بې سرحده ډاکټرانو کارکوونکي ورته د درد ضد دوا ورکوي او وایي چې د جولای پر ۱۵مه د دویم دوز د ترلاسه کولو لپاره باید ګلازار ته بېرته راشي.

افغان مهاجر عرفان د کورونا واکسین اخلي. انځور: کډوال نیوز
افغان مهاجر عرفان د کورونا واکسین اخلي. انځور: کډوال نیوز

«نه غواړم چې د واکسین په اخیستلو سره مې روغتیایي حالت خراب شي»

د مارک بېګ په نامه نرس وایي چې ډېری مهاجر غواړي ځان واکسین کړي، خو ډله کې یې ځینې کسان د واکسین له اخیستلو ډډه کوي. نوموړی زیاتوي چې د بې سرحده ډاکټرانو د واکسین د کمپاین په جریان کې ۸۵ سلنه مهاجر له واکسین سره موافق وو.

خو د مارک بېګ د ویناوو سره سره ګلازار ته راغلي ډېری افغانان د کورونا ویروس ضد د واکسین اخیستلو ته چمتو نه دي. افغان مهاجر ناصر د دغو کسانو یو دی چې وایي د واکسین له جانبي عوارضو څخه ډارېږي. دغه ۲۲ کلن کډوال له څو ورځو راهیسې په فرانسه کې اوسېږي او اوس د سړکونو پر غاړه شپه سبا کوي. هغه په ۱۵ کلنۍ کې سویډن ته مهاجر شوی و.

نوموړی وایي: «سویډن کې مې ځینو ملګرو واکسین وکړ. خو لږ وروسته له روغتیایي ستونزو سره مخ شول.» که څه هم ناصر په سویډن کې ښوونځي ته تللی او د صفاکارۍ په برخه کې یې سند هم ترلاسه کړی، خو هغه وایي چې د کار د نه لرلو له امله یې چارواکو اقامه بېرته واخیستله.

نوموړی زیاتوي: «ژوند کې له زیاتو ستونزه سره لاس او ګرېوان یم، سرپناه نه لرم او برخلیک مې نامعلوم دی. نه غواړم چې د واکسین په اخیستلو سره مې روغتیایي حالت هم خراب شي.»

د ناصر ملګري اسد چې ورسره یو ځای له سویډن نه فرانسې ته راغلی وایي هغه هم واکسین کولو ته چمتو نه دی. نوموړی ډارېږي چې واکسین ورته روغتیایي ستونزې پېښې کړي.

 

نورې ليکنې