زرګونه مهاجر د لیبیا په رسمي او غیررسمي توقیف ځایونو کې بند دي. انځور: رویټرز
زرګونه مهاجر د لیبیا په رسمي او غیررسمي توقیف ځایونو کې بند دي. انځور: رویټرز

د یوتوپیا یوې محکمې د کیدان زاکاریاس او توېلد ګویتوم په نامه دوه اریتریایان د زرګونو مهاجرو د شکنجه کولو او وږي ساتلو په تور محکوم کړي دي. د محکمې د فیصلې له مخې کیدان زاکاریاس په عمري بند محکوم شوی. محکمې دغه راز توېلد ګویتوم یا ولید په ۱۸ کلونو بند محکوم کړی دی.

پرون چهارشنبه د جون میاشتې ۱۶مه د ایتوپي پلازمېنه ادیس ابابا کې محکمې د کیدان زاکاریاس په نامه قاچاق وړونکی لیبیا کې د مهاجرو د وږي ساتلو، شکنجه کولو او وژلو په تور په غیابي توګه په عمري حبس محکوم کړ. نوموړی څلور میاشتې مخکې تښتېدلی و.

کیدان زاکاریاس د لیبیا په پټو ځایونو کې زرګونه هغه مهاجر بندیان کړي وو چې غوښتل یې اروپا ته راشي. نوموړی په دې هم تورن دی چې له مهاجرو د زرګونو ډالرو په ارزښت پیسې ترلاسه کړې دي.

زاکاریاس په ۲۰۲۰ کې د یوتوپیا پلازمېنه ادیس ابابا کې له هغې وروسته ونیول شو چې د فواد بدرو په نامه پخواني مهاجر نوموړی وپېژاند او پولیسو ته یې معرفي وکړه.

فواد چې د زاکاریاس له زندانه د خوشي کېدو لپاره یې زرګونه ډالر لګښت کړی و وایي، د محکمې پرېکړې خوشاله کړی. خو هغه زیاتوي چې دا د «یوې خیالي محاکمې» په څېر ده ځکه چې زاکاریاس اوس هم ازاد ګرځي. محکمې دغه راز زاکاریاس ۲۳۰۳۵ ډالره جریمه کړی دی. 

زاکاریاس د محاکمې له پیل څخه یو کال وروسته د ۲۰۲۱ په فبرورۍ میاشت کې د محکمې له مقر څخه وتښتېد. د نوموړي د لټون هڅې لا هم روانې دي.

یو بل قاچاق وړونکی په ۱۸ کاله حبس محکوم شوی

دوه ورځې مخکې د توېلد ګویتوم په نامه یو بل اریتریایی چې له ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ یې د لیبیا بني ولید سیمه کې فعالیت کاوه د ادیس ابابا محکمې له خوا په ۱۸ کاله بند او ۴۵۰۰ ډالره جریمه محکوم شو.

اریتریایۍ خبریاله میرون استفانوس چې د دغو دوو کسانو د قاچاقي فعالیتونو په اړه پلټنې کړې د جریمې له ټیټ مبلغ څخه نارضایتي څرګندوي.

ګویتوم چې د ولید په نوم مشهور دی د کلونو په ترڅ کې زرګونه مهاجر شکنجه کړي دي. عیني شاهدانو ویلي چې هغه به تل د مهاجرو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار اخیست. نوموړی د مهاجرو په وژلو او وږي ساتلو هم تورن دی. دي ارېش ټایمز ورځپاڼې د یو عیني شاهد له قوله ویلي چې ولید ورته امر کړی و چې د نورو کسانو په مقابل کې پر یوه مهاجر جنسي تېری وکړي.

 

نورې ليکنې

Webpack App