دیاواتا کمپ.‌ انځور:‌ ان. اکونومو، ایماګو
دیاواتا کمپ.‌ انځور:‌ ان. اکونومو، ایماګو

یوناني چارواکي د دغه هیواد په مرکزي سیمو کې مهاجر کمپونو ته د احاطې دېوالونه جوړوي.‌ چارواکو دغه راز یوناني ټاپوګانو کې د تړلو مرکزونو د جوړېدو خبر ورکړی دی.‌ په ورته مهال د بې سرحده ډاکټرانو سازمان تېره جمعه یوه راپور کې د مهاجرو د بندي کولو پر ستراتژۍ نیوکه وکړه او د پناه غوښتونکو د روغتیایي‌ حالت د خرابېدو په اړه یې خبرداری ورکړ.

پروانه امیري هغه افغانه پناه غوښتونکې ده چې «نړۍ ته لیکونه» یې لیکلي دي.‌ هغه وایي چې د می میاشتې په پیل کې یوه ورځ کله چې له خوبه پاڅېده او غوښتل یې چې کورس ته ولاړه شي،‌ لاره کې یې بېلډوزران او کارګران ولیدل. نوموړې زیاتوي چې چارواکي غواړي کمپ ته د احاطې دېوالونه جوړ کړي.‌ پروانه له خپلې کورنۍ سره اټن ته نږدې ریتسونا کمپ کې اوسېږي.‌ هغه لیکي:‌ «دا یوه شوک ورکوونکې خبره وه ځکه چې موږ ته هېچا هم د دېوالونو په هکله څه نه وو ویلي.»

د کډوالۍ نړیوال سازمان یو سند ښيي چې د یونان د شمالي دیاواتا او پولیکاسترو او اټن ته نږدې مالاسکا کمپونو شاوخوا هم ورته دېوالونه جوړېږي. همدارنګه الجزیره وایي چې ټاکل شوې یوناني چارواکي تر شلو ډېرو کمپونو ته د احاطې دېوالونه جوړ کړي.‌

پروانې امیري د دېوالونو د جوړولو پر ضد د «ښوونځي جوړ کړئ، نه دېوالونه» په نامه هشتګ په لاره اچولی.

د کمپونو «بیا رغول»

د یونان د مهاجرو چارو وزارت بیا وایي چې د دېوالونو جوړول د کمپونو د بیا رغولو پلان یوه برخه ده.‌ د یاد وزارت یوه ویاند سالومون رسنۍ ته ویلي چې د دېوالونو د جوړولو موخه دا ده چې ټول خلک - ځایي اوسېدونکي او پناه غوښتونکي - ځان خوندي احساس کړي.

په وینا یې د دېوالونو جوړول په اصل کې د کډوالۍ نړیوال سازمان پروژه ده.‌ خو د کډوال نړیوال سازمان دا ادعا رد کړې ده.‌ یاد سازمان سالومون رسنۍ ته ویلي:‌ «د اروپایي پروژې په چوکاټ کې د ساختماني کارونو په اړه تصمیم نیول د یوناني چارواکو په واک کې دي.»

بل پلو اروپایي کمېسیون چې یوناني ټاپوګانو کې د مهاجر کمپ د جوړولو پروژه تمویلوي ویلي، یوناني چارواکو څلورو کمپونو - ریتسونا،‌ دیاواتا،‌ پولیکسترو او مالاکاسا - کې د خنډونو د جوړولو امر کړی او تخنیکي مشخصات یې له کمېسیون او د پناه غوښتنې اروپایي ادارې سره شریک کړي دي.

د دغو دېوالونو د جوړولو د مخنیوي لپاره د »ښوونځي جوړ کړئ، نه دېوالونه» په نامه انلاین کمپاین د می میاشتې پر ۱۱مه په لاره اچول شوی.

فاجعه

تېر کال په سپټمبر میاشت کې د یونان په موریا کمپ کې د اورلګېدنې وروسته اروپایي کمېسیون وویل موریا کمپ بیا نه جوړېږي. خو کابو یو کال وروسته نږدې ۱۰ زر پناه غوښتونکي لا هم د یونان په لېسبوس،‌ ساموس، خیوس،‌ لېروس او کس ټاپو ګن کې ایسار پاتې دي.

د بې سرحده ډاکټرانو سازمان تېره جمعه د جون ۱۱مه د یو راپور په خپرولو سره د مهاجرو د بندي کولو پر سیاست نیوکه وکړه او و یې ویل چې یاد سیاست د پناه غوښتونکو پر روغتیا ناوړه اغېز لري.

د بې سرحده ډاکټرانو سازمان یوناني ټاپوګانو کې د اروپا او یونان چارواکو له خوا د تړلو کمپونو د جوړولو پر پروژو هم نیوکې کړې او ویلي یې دي، د دغو پروژه موخه دا ده چې د اروپا د پناه غوښتنې او مهاجرت نوي تړون په چوکاټ کې هاټ سپاټونه نهادینه کړي.

د بې سرحده ډاکټرانو سازمان زیاتوي چې هاټ سپاټونه، چې د اروپا د مهاجرت کړکېچ پر مهال جوړ شوي، د ترکیې او اروپایي ټولنې د ۲۰۱۶ له تړون سره تړلي دي.‌ یاد سازمان دغه تړون یوه «فاجعه» بولي.

ازغن سیمونه

ټاکل شوې چې سږ کال ساموس ټاپو کې د واتي کمپ پر ځای نوی کمپ پرانیستل شي. دغه کمپ کې خنډونه او ازغن سیمونه لګول شوي دي.

د بې سرحده ډاکټرانو سازمان په خپله ټویټر پاڼه د واتي او نوي کمپ دوه انځورونه خپاره کړ ي او لیکي یې دي: «د اروپایي ټولنې نیت کې بدلون نه دی راغلی:‌ د نورو مهاجرو د منصرف کولو لپاره یوناني ټاپوګانو کې خلک په سختو شرایطو کې بندي کول.»

د بې سرحده ډاکټرانو د ماموریت مشر لارګوس کاراجیانس راپور کې لیکي، دا یوه شوک ورکوونکې خبره ده چې د ساموس نوی کمپ د موریا کمپ د موډل پر اساس جوړ شوی دی.

نوموړي خبرداری ورکړی چې د ساموس نوي کمپ کې مهاجر کانتینرونو کې ساتل کېږي، کمپ کې ازغن سیمونه کارول شوي او د مهاجرو تګ راتګ کنترولېږي.‌ په خبره یې دغه وضعیت د مهاجرو روغتیایي حالت ته زیان رسوي او د یو نوي کړکېچ سبب ګرځي.‌ د بې سرحده ډاکټرانو سازمان کلنیکونو د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ لېسبوس،‌ ساموس او خیوس ټاپوګانو کې په رواني ناروغیو اخته ۱۴۰۰ کسانو ته روغتیایي خدمات برابر کړي.

ټاکل شوې چې لېسبوس ټاپو کې هم د موریا کمپ د پخوانیو اوسېدونکو لپاره یو تړلی کمپ جوړ کړل شي. 

تېره اکټوبر میاشت د یونان د مهاجرت وزیر نوتیس میتاراچي وویل دغه تړلی کمپ به د ۲۰۲۱ تر اوړي پورې پرانیستل کېږي.‌ نوموړي زیاته کړې وه چې د تړلي کمپ د جوړولو پروګرام د اروپایي ټولنې له خوا تمویلېږي.‌

 

نورې ليکنې

Webpack App