د کډوالو یوه کښتۍ د مانش په کانال کې د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۱۶ مه و ژغورل شوه. انځور: د فرانسې سمندري ځواکونه
د کډوالو یوه کښتۍ د مانش په کانال کې د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۱۶ مه و ژغورل شوه. انځور: د فرانسې سمندري ځواکونه

تېره جمعه فرانسوي ځواکونو انګلیس کانال کې ۸۰ مهاجر وژغورل.‌ له تېر پسرلي راهیسې زیات شمېر کډوال هڅه کوي چې له مانش کاناله په تېرېدو سره له فرانسې څخه برتانیا ته ځان ورسوي.

تېره جمعه د جون میاشتې ۱۸مه انګلیس یا مانش کانال کې هغه ۸۰ مهاجر وژغورل شول چې غوښتل یې برتانیا ته واوړي.‌

د فرانسې د مانش او شمالي سمندر قومنداني په یوه خبرپاڼه کې وایي چې چارواکو لومړی د بولونی سور مېر او امبلتوز اوبو کې په دوو کښتیو سپاره ۴۲ کسان وژغورل.‌

لږ وروسته یوه بله کښتۍ د لېفرینکوک ساحلي اوبو کې وژغورل شوه چې پکې ۳۸ کسان سپاره ول.‌ یاد مهاجر د ورځې په ۲ نیمو بجو کالې بندر ته انتقال شول.

سرچینې د ژغورل شویو روغتیایي‌ وضعیت ښه بللی دی. په وینا یې یاد کسان بندر ته تر انتقالېدو وروسته روغتیایي چارواکو او سرحدي‌ پولیسو ته سپارل شوي دي.

له تېر پسرلي راهیسې زیات شمېر مهاجر هڅه کوي چې د مانش کاناله په تېرېدو سره برتانیا ته ځان ورسوي.‌

تېره سه شنبه د جون میاشتې ۱۵مه چارواکو انګلیس کانال کې ۴۶ تنه نور مهاجر ژغورلي وو.‌ د دوشنبې په شپه ۱۱۰ کسان د انګلیسي او فرانسوي چارواکو له خوا ژغورل شوي وو.‌ دغه راز د جون پر ۷مه ۵ کسان چې غوښتل یې په پارو وهلو سره برتانیا ته واوړي د چارواکو له خوا وژغورل شول.

بیا ولولئ:‌ تر ۸۰ ډېر مهاجر د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته رسېدلي دي

د فرانسې سمندري قومندانۍ په حواله تېر کال ۹۵۰۰ کسانو له مانش کانال څخه د تېرېدو لپاره هڅې کړې وې چې د ۲۰۱۹ پرتله څلور چنده زیاتوالی ښيي.‌ په ۲۰۲۰ کې شپږ کسان په یاد کانال کې ډوب او ۳ تنه نور لادرکه شول.‌

د برتانیا د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې سږ کال تر دې دمه ۵۰۰۷ کسان له دغه کانال څخه تېر شوي دي.

 

نورې ليکنې