Dد کوکل په کمپ کې مهاجر خیمې نه لري. انځور: مهدي شبیل
Dد کوکل په کمپ کې مهاجر خیمې نه لري. انځور: مهدي شبیل

د فرانسې په کالې ښار کې نږدې هره ورځ مهاجر له کمپونو څخه ایستل کېږي. که څه هم د کمپونو د خالي کولو عملیاتونه په معموله توګه د سهار له خوا ترسره کېږي، خو له تېرو څو اونیو راهیسې امنیتي ځواکونه د ورځې په بېلابېلو ساعتونو کې مهاجر کمپونه تړي.

کالې کې د مهاجر کمپ ځمکه د باران له امله خټه ده. پنځو مهاجرو د ځان د ګرمولو لپاره اور بل کړی دی. نن جمعه د جون میاشتې ۱۸مه پا دو کالې کې باران ورېږي.

کالې ته نږدې د کوکل په صنعتي زون کې ۲۷ سوډانیان په یوه لنډمهاله کمپ کې ژوند کوي. اور ته نږدې یو ترپال لیدل کېږي. علي یوسف احمد وایي: «موږ جرات نه کوو چې له دغه ترپال څخه کار واخلو. ډارېږو چې پولیس خبر شي.» هغه زیاتوي: «ځینې وختونه پولیس د شپې له خوا کمپ ته راځي.» د نوموړي ملګري وایي چې درې اونۍ مخکې یې پولیسو خیمې ونیولې.

مهاجر د پولیسو له وېرې ځنګلونو کې ځان پټوي. انځور: مهدي شبیل
مهاجر د پولیسو له وېرې ځنګلونو کې ځان پټوي. انځور: مهدي شبیل

د مهاجرو غافل ګیر کول

کالې کې امنیتي ځواکونه د پولیسو د قومندانۍ امر تطبیقوي: د کمپونو د جوړېدو مخنیوی. له همدې کبله په هرو ۴۸ ساعتونو کې د مهاجرو کمپونه خالي کېږي. ځینې وختونه دغه عملیاتونه له تاوتریخوالي ډک دي. هر سهار وختي کله چې امنیتي ځواکونه کمپونو ته راځي، مهاجر مخکې له مخکې له خپلو وسایلو سره له کمپونو څخه وتلي دي او د عملیاتو ختم ته انتظار کوي.

خو له تېرو څو اونیو راهیسې د کمپونو د خالي کولو طریقه کې بدلون راغلی دی. دمګړۍ امنیتي ځواکونه د ورځې په بېلابېلو ساعتونو کې کمپونه تړي. د اوبرژ دو میګران سازمان مشر فرانسوا ګېنوک وایي: «هغه مهاجر چې د خوړو د ترلاسه کولو او یا د حمام کولو لپاره له کمپ څخه تللي دي، کله چې دوی بېرته کمپ ته راځي، نو ګوري چې خیمې او وسایل یې ضبط شوي دي.»

د بشري حقونو څار سازمان یو غړی بیا وایي چې امنیتي ځواکونه غواړي چې مهاجر غافل ګیر کړي. هغه زیاتوي: «د کمپونو د خالي کولو عملیاتونو مهاجر زیانمن کړي. دوی له جسمي او رواني لحاظه کړېږي.»

ځینې کډوال دې ته اړ شوي چې د پولیسو له خوا د خپلو خیمو د ضبط له امله د سړکونو پر غاړه شپه سبا وکړي. سازمانونه د دې توان نه لري چې ورته نوې خیمې ورکړي. د مرستې ټولنې یا اېد کولکتیف په نامه سازمان تېر ژمی پر مهاجرو ۳۰۰۰ خیمې وېشلې دي، خو اوس د خیمو د وېشلو پروسه درول شوې ده.

اوبو او خوړو ته لاسرسی سخت شوی

کالې او کوکل کې د مهاجرو پخوانيو کمپونو ته لاسرسی سخت شوی دی. تېره مارچ میاشت کانفورما مخ ته د مهاجر کمپ د جوړېدو د مخنیوي لپاره ډبرې اېښودل شوې دي. دغه راز پولیسو تېره جنوري د کالې ښار مرکز کې مولین پل لاندې خنډونه جوړ کړي دي.

کانفوراما مخ ته اېښودل شوې ډبرې. انځور: مهدي شبیل
کانفوراما مخ ته اېښودل شوې ډبرې. انځور: مهدي شبیل

بله ستونزه دا چې مهاجر په اسانۍ سره خوړو او اوبو ته لاسرسی نه لري. د فرانسوا ګینوک په خبره له دولت سره ثبت شوی سازمان لا وي اکتیو ټولو ۱۵۰۰ کسانو ته خواړه نه شي رسولی. ځینې کسان بیا اوبو ته هم لاسرسی نه لري. علي احمد یوسف او ملګري یې وایي چې دوی تېره اونۍ د هوا د ګرمۍ سره سره هېڅ اوبه درلودې.

اوبرژ دو میګران سازمان کوکل کې د سوډانیانو کمپ ته نږدې د اوبو یوه ذخیره جوړه کړې ده. مهاجر په معموله توګه د دغې ذخیرې اوبه د څښلو لپاره کاروي. 

«کله چې پولیس راځي، مهاجر باید خپلې خیمې ونیسي او وتښتي»

د اپوپې او بي ام اکس کمپونو اریتریایي اوسېدونکي توانېدلي چې خپلې خیمې له پولیسو خوندي وساتي. یو ځوان مهاجر وایي: «موږ پر یو بل اعتماد لرو. که څوک موږ ته ووایي چې امنیتي ځواکونه مو کمپ تړي، موږ خپل وسایل نیسو او له کمپه وځو.»

احمد سعید او ملګري یې توانېدلي چې درې خیمې له پولیسو خوندي وساتي. دوی تېره شنبه خپلې خیمې مګنیزیا سړک کې پروت هنګر کې درولې دي.

احمد سعید او رناني له پولیسو درې خیمې خوندي ساتلې دي. انځور: کډوال نیوز
احمد سعید او رناني له پولیسو درې خیمې خوندي ساتلې دي. انځور: کډوال نیوز

تر دې دمخه نږدې ۶۵۰ مهاجرو په دغو هنګرونو کې ژوند کاوه. خو دوی د جون میاشتې په پیل کې له هنګرونو څخه وایستل شول. هنګرونو ته نږدې د پولیسو د شتون سره سره تېره شنبه احمد او ملګرو یې د باران له امله هنګر کې خیمې ودرولې.

دوی وایي چې د مهاجر کمپونو د خالي کولو عملیاتونه د سهار او یا غرمې له خوا ترسره کېږي. دغه افغان مهاجر زیاتوي چې ډارېږي چې پولیس دوی ونیسي. رناني د دغو مهاجرو یو دی. نوموړي فرانسې ته تر راتګ مخکې شپږ کلونه جرمني کې تېر کړي دي. احمد سعید وایي: «که پولیس رناني ونیسي او جرمني ته یې وشړي، هغه بیا افغانستان ته اخراجېږي.»

دوی وایي یوازنۍ حل لاره دا ده چې تل باید تېښتې ته چمتو وي. په وینا یې: «کله چې پولیس راځي، مهاجر باید خپلې خیمې ونیسي او وتښتي.» 

 

نورې ليکنې