له ارشیف څخه. انځور: اوچا افغانستان
له ارشیف څخه. انځور: اوچا افغانستان

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي د روان میلادي کال له پیل راهیسې جګړو او ناامنۍ ۱۲۸ زره کسان بې ځایه کړي دي.

په تازه پېښو کې کندز، بغلان، کنړ، تخار، غور، فاریاب، او دایکندي ولایتونو کې زرګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي. تر دې دمخه هلمند ولایت کې جګړو زرګونه کورنۍ بې ځایه کړې وې.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت څو ورځې مخکې وویل چې د روان میلادي کال له پیله تر دې دمه د جګړو له امله د بې ځایه شویو شمېر ۱۲۸ زره کسانو ته رسېږي.

که څه هم دغه وزارت له بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستې خبر ورکړی دی، خو ځینې زیانمنې شوې کورنۍ بیا وایي چې ورسره اړینې مرستې نشته.

بیا ولولئ: سږ کال تر دې دمه افغانستان کې ۱۰۰ زره کسان بې ځایه شوي

«د وضعیت دوام به د نورو د بې ځایه کېدو لامل شي»

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو تر پیل وروسته د دغه هیواد په بېلابېلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې تودې شوې دي. طالبانو ویلي چې تر دې دمه یې په لسګونو ولسوالۍ نیولې دي، خو افغان امنیتي ځواکونو بیا ویلي چې دا رواني جګړه ده.

د دغو جګړو له امله زرګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي.

بیا ولولئ: ملګري ملتونه: په نورو هیوادونو کې د افغان کډوالو ځای پر ځای کولو ته چمتووالی نیسو

په ورته مهال پرون دوشنبه د جون میاشتې ۲۱مه د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر نورالرحمان اخلاقي د افغانستان لپاره د اصلي مدافع ډلې لومړي مجازي ماموریت غونډې ته وویل دغه هیواد په «بحراني حالت» کې دی.

هغه خبرداری ورکړی: «د طالبانو تروریستي بریدونه د خلکو اوسني ژوند سره په ټکر کې دی او د دې وضعیت دوام به د نورو بېځایه کېدو لامل شي.»

 

نورې ليکنې