انځور:‌ کریېتیو کامنز
انځور:‌ کریېتیو کامنز

د برتانیا د سترې محکمې یوه قاضي د محکمې هغه مخکنی فرمان لغوه کړی چې له مخې یې حکومت دې ته اړ و چې د کورونا ویروس وبا پر مهال پناه غوښتونکو ته سرپناه برابره کړي.

برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین په یوه راپور کې لیکلي چې پرون سه شنبه د جون میاشتې ۲۲مه د برتانیا د سترې محکې قاضي د محکمې هغه پخوانی فرمان رد کړی چې له مخې یې د کورونا ویروس وبا په جریان کې د برتانیا حکومت پناه غوښتونکو ته د سرپناه د برابرولو دنده درلوده.

ورځپاڼې زیاته کړې چې دغه فرمان به پر هغو ۱۰۰۰ پناه غوښتونکو اغېز وکړي چې دولتي استوګنځیو کې ورته سرپناه ورکړل شوې ده.

تېره اپریل میاشت د برتانیا یوې محکمې پرېکړه وکړه چې د کورونا ویروس وبا له امله حکومت باید پناه غوښتونکي له دولتي استوګنځیو څخه و نه باسي.‌ محکمې کورنیو چارو وزارت ته امر کړی و چې د کورونا پر ضد د مبارزې د ۴ پړاو تر پیل پورې یاد کسان باید استوګنځیو کې وساتل شي.

د کورنیو چارو وزارت بیا سترې محکمې ته په مراجعې سره د دغې پرېکړې د بیا کتنې غوښتنه وکړه.‌ د سترې محکمې د نوي تصمیم له مخې که چېرې دغه وزارت یادو کسانو ته سرپناه برابره و نه کړي، دا د بشري حقونو څخه سرغړونه نه ګڼل کېږي.‌

د یادولو ده چې د برتانیا د کورنیو چارو وزارت نه شي کولی سمدلاسه دغه مهاجر له استوګنځیو څخه وباسي. ټاکل شوې چې د سترې محکمې قاضي یاده قضیه بېرته د مهاجرت محکمې ته ولېږدوي.‌

په تېرو څو میاشتو کې د دولتي استوګنځیو او له استوګنځیو څخه د مهاجرو د ایستلو په تړاو د برتانیا د کورنیو چارو وزیرې پریتی پاتل د صلاحیتونو په اړه څو قضیې محکمې ته وړاندې شوې دي. 

د تېرې می میاشتې په پای کې ګارډین راپور ورکړی و چې د برتانیا د کورنیو چارو وزیرې پریتي پاتل له استوګنځیو څخه د مهاجرو د ایستلو پلان ځنډولی دی. تر دې وړاندې چارواکو ویلي‌ وو چې د کورونا ویروس وبا پر مهال به نږدې ۴۰۰۰ کسان له دولتي کورنو څخه و ایستل شي.

 

نورې ليکنې

Webpack App