د ۲۰۲۰ د سپټمبر ۲مه. فرانسوي ځواکونو د مهاجر کمپ د خالي کولو په حال کې. انځور: مهدي شبیل
د ۲۰۲۰ د سپټمبر ۲مه. فرانسوي ځواکونو د مهاجر کمپ د خالي کولو په حال کې. انځور: مهدي شبیل

یوتوپیا ۵۶ سازمان تېره اونۍ کالې کې د مهاجرو پر وړاندې د پولیسو له خوا د تاوتریخوالي زیاتې پېښې ثبت کړې دي. دغه سازمان وایي چې د جون میاشتې په پیل کې د اریتریايي مهاجرو او پولیسو ترمنځ تر شخړې وروسته د مهاجرو پر وړاندې د پولیسو له خوا تاوتریخوالی دېر شوی دی.

کالې کې د مهاجرو پر وړاندې د پولیسو له خوا تاوتریخوالی بې سارې کچې ته رسېدلی دی. تېره اونۍ یوتوپیا ۵۶ سازمان د هغو مهاجرو د سترګو لیدلي حالونه راټول کړل چې د پولیسو له خوا تاوتریخوالی ورسره شوی دی. 

یاد سازمان د جون پر ۲۲مه پرخپله فیسبوک پاڼه د عیني شاهدانو ویناوې خپرې کړې: پر خیمو د ګاز کارول، هغه پولیس چې پر مهاجر متیازه کوي، د سړک پر غاړه د مهاجرو یوازې پرېښودل، هغه مهاجر چې پښې یې د سګرت لایتر په وسیله سوځول شوې... 

کالې کې د یوتوپیا ۵۶ غړې سیلېوو مدریان کډوال نیوز ته وایي: «امنیتي ځواکونه په ټولیزه توګه د شپې له خوا د مهاجرو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار اخلي. په ځانګړې توګه هغه مهال چې مهاجر د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته د ورتګ لپاره هڅه کوي.»

خو د جون میاشتې له پیل راهیسې د پولیسو له خوا د مهاجرو پر وړاندې تاوتریخوالی بې سارې کچې ته رسېدلی دی. یوتوپیا د هغه مهاجر د سترګو لیدلی حال راټول کړی چې پر پښو یې د سوځېدو نښې لیدل کېږي. نوموړي ویلي چې یوه سرتېري هغه درولی و او همکار یې د یو سګرت لایتر په وسیله د ده پښه سوځولې ده.

قضایي تعقیب نشته

د یوتوپیا ۵۶ دغه غړې وایي چې د تېرې جون میاشتې پر لومړۍ نېټه د پولیسو او مهاجرو ترمنځ شخړو وروسته تاوتریخوالی ډېر شوی دی. هغه شپه برتانیا ته تلونکی یو مهاجر د پولیسو له خوا ونیول شو. امنیتي ځواکونو ویلي چې شخړه کې ۷ سرتېري ژوبل شوي دي. دغه راز د دوو مهاجرو سترګو د ال بي دي ګاز له امله زیان لیدلی او دوی اوس په روغتون کې دي. 

که څه هم یوتوپیا وایي چې د تاوتریخوالي پر وړاندې باید شکایت ثبت شي، خو دوی زیاتوي چې څوک قضیې نه څېړي. د همدې کبله مهاجر محکمې ته له شکایت کولو ډډه کوي، ځکه چې پروسه اوږده ده او دوی هیله لري چې ژر له کالې څخه ووځي. 

مهاجر دغه راز په سختۍ سره کولی شي هغه سرتیفیکیتونه ترلاسه کړي چې ښيي دوی د تاوتریخوالي قربانیان دي. سیلېوو مدریان وایي: «د دې مبارزې موخه دا ده چې د تاتریخوالي قربانیان خپلو حقونو ته لاسرسی ولري. موږ ډېری وختونه ۷ تر ۸ ساعتونه په روغتون کې تېروو ترڅو دغه سرتیفیکتونه ترلاسه کړو.»

بیا ولولئ: فرانسه: کالې ښار کې د کمپونو د خالي کولو عملیاتونو مهاجر زیانمن کړي

تاوتریخوالی عادي شوی

نوموړې زیاتوي: «دېری کسان د خپل سفر پر مهال له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي، نو ځکه داسې پېښې ورته عادي ښکاري.» خو یوتوپیا ۵۶ په پام کې لري چې د حقونو د مدافعانو ادارې ته شکایت وکړي. 

په داسې حال کې چې کالې کې د سازمانونو له خوا پر مهاجرو د خوړو وېشل منع کړل شوي او مهاجر کمپونه د ورځې په بېلابېلو ساعتونو کې تړل کېږي، د کډوالو وضعیت په دغه ښار کې نور هم سخت شوی دی: دوی لومړنیو اړتیاوو ته لاسرسی نه لري او له فزیکي او روحي لحاظه کړېږي. 

سیلوو مدریان وایي: «د تاوتریخوالي تر پېښو وروسته مهاجر خوب نه شي کولی. هغه کسان چې خیمې او وسایل نه لري د سړکونو پر غاړه پر کارتنونو خوب کوي. دغه وضعیت مهاجر زیانمنوي.» 

 

نورې ليکنې