پر فرونتکس هم په بېرته شړنو کي د لاس لرلو تورونه لګول سوي| Photo: DW
پر فرونتکس هم په بېرته شړنو کي د لاس لرلو تورونه لګول سوي| Photo: DW

د بشري حقونو نړيوال سازمان امنسټي انټرنېشنل (AI) د يونان پر سرحد ساتونکو ځواکونو تور لګولی چي د يو نظام له مخي مهاجر له نيمي لاري ترکیې ته شړي.

امنسټي انټرنېشنل پر يوناني سرحد ساتونکو تور لګولی دی چي په تکراري او دوامداره توګه يې و ترکيې ته له نيمي لاري د مهاجرو د بېرته لېږد چارې ته ادامه ورکړې ده. په دې تړاو د ياد سازمان د آلمان په څانګه کي د پناه غوښتنې کارپوهي فرانڅيسکا فيلمار د چهارشنبې په ورځ يو راپور معرفي کړ. د دغه راپور له مخي «په زور زياتۍ سره د ايوروس په سيمه کي له نيمي لاري د مهاجرو بېرته شړل د يونان د سرحدي سياست برخه ګرځيدلی عمل دی.»

د فيلمار په وينا د يونان او ترکيې تر منځ سرحد سره په ۷۰۰ کلومترۍ کي لا هم د پناه تلاښ کوونکي نيول سوي او ترکيې ته لېږدول سوي دي. د هغې په وينا داسي شواهد او اسناد سته چي ښيي چي يوناني چارواکو د «پوش بېک» يعني له نيمي لاري بېرته پر شا شړنې او اخراجونه تر سره کړي، بېله دې چي مخکي د اړونده کسانو د پناه غوښتنې وارزول سي. د هغې په وينا دا پيښي پر وچه او سمندر رامنځته سوي دي.

ياد راپور د «يونان: زور زياتی، درواغ او اخراجونه» تر عنوان لاندي د ياد سازمان له خوا خپور سوی دی. په دغه راپو رکي د ۲۰۲۰ کال د جون او دسمبر مياشتو تر منځ د ايوروس په سيمه کي رامنځته سوي پيښي ارزول سوي دي. په دغه سيمه کي په همدغه نوم سيند هم بهيږي چي د يونان او ترکيې سرحد ټاکي.

د ۲۰۲۰ عيسوي کال د فبروۍ او مارچ په مياشتو کي يونان پر ياده پوله مهاجر په زور بېرته پر شا تمبولي ول. دا د هغه وروسته چي ترکيې په يو اړخيزه توګه پوله پرانستله. د امنسټي انټرنېشنل په دغه راپور کي راغلي چي پلټني ښيي چي بشري حقونه تر پښو لاندي سوي دي او دغه د يو «عادي عمل او تګلاري برخه» ګرځېدلي دي. د امنسټي د يادي کارپوهي په وينا دا يوه بيروونکې خبره ده چي د يونان بېلي ادارې او چارواکي همکاري سره کوي چي په ظالمانه توګه د پناه تلاښ کوونکي ونيسي او توقيف يې کړي.»

د راپور له مخي د امنسټي انټرنېشنل لخوا د زرونو قضيو ثبتونې سوي چي پکښي په زرونو کسان نيول سوي. زياته سوې چي په دغو کي يو شمير کسان څو څو ځله په غير رسمي توقيف ځايونو کي توقيف کړل سوي دي. امنسټي ويلي چي «د اخراجونو دا ډول تنظيم سوې بڼه پر دې دلالت کوي چي يونان څومره فعال دی چي انسانان په غير قانوني توګه بېرته وليږي» او بیا يې «ناسم انځور وړاندي کړي.» په راپور کي د تورونو له مخي په ملکي کالو کي د يوناني ادارو د ادعا سوو چارواکو خبره هم سوې چي په سوټيانو، لغتو، سوکانو او چپلاخو يې بعضي مهاجر سخت ژوبل کړي هم دي.

امنسټي په دې تړاو د اروپايي اتحاديې پر آژانس فرونتکس هم سختي نيوکي کړي دي او په وينا يې دغه آژانس خپل مسؤليت نه دی پوره کړي. د امنسټي په وينا ياد آژانس د دې مخه نه ده نيولې چي انسانان په غير قانوني توګه له نيمي لاري په ناقانونه توګه وشړل سي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې