انځور: رویټرز
انځور: رویټرز

د پا دو کالې قومنداني په پام کې لري چې دغه سیمه کې اغېزمنو او په ځانګړې توګه مهاجرو ته د واکسین د تطبیق لړۍ پیل کړي. خو کالې کې د مهاجر کمپونو د خالي کولو پر له پسې عملیاتونو له امله دغه پروسه له خنډونو سره مخ ده.

د لا وا دو نور ورځپاڼې په حواله د پا دو کالې قومنداني په پام کې لري چې د جولای میاشتې په جریان کې دغه سیمه کې مېشتو مهاجرو ته د کورونا ضد واکسین ولګوي.

یادې قومندانۍ مهاجرو ته د واکسین د تطبیق طریقې په اړه څه نه دي ویلي. د سازمانونو په حواله کالې کې نږدې ۱۵۰۰ مهاجر ژوند کوي.

که څه هم د جنورۍ له پیل راهیسې په پا دو کالې کې نږدې یو ملیون کسانو ته واکسین لګول شوی دی، خو مهاجرو ته واکسین لګول لږ مشکل ښکاري.

بیا ولولئ: فرانسه: کالې ښار کې د کمپونو د خالي کولو عملیاتونو مهاجر زیانمن کړي

مهاجر «کافي او مناسبو» روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري

فرانسوي چارواکي هڅه کوي چې کالې کې د ناقانونه مهاجر کمپونو د جوړېدو مخه ونیسي. تېره فبروري د بشري حقونو مشورتي کمیسیون وویل دغه ښار کې مهاجر له کافي او مناسبو روغتیایي خدماتو بې برخې دي. د یاد کمیسیون په راپور کې چې کالې او ګراند سنت کې د مهاجرو د ژوند وضعیت په هکله دی راغلي، دغه سیمه کې مېشت مهاجر په ځانګړې توګه اوبو، خوړو او صحي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

د اروپا د ناروغیو د مخنیوي او کنترول مرکز په حواله اروپا کې د کورونا ویروس د لومړۍ څپې پر مهال مهاجر د نورو کسانو پرتله له زیاتو روغتیایي مشکلاتو سره مخ شوي وو. راپور کې زیاته شوې وه چې ایټالیا او اسپانیا کې زیات شمېر مهاجر روغتونونو کې بستري شوي وو.

دغه راز دنمارک، ناروې او سویډن کې د مهاجرو ترمنځ د کورونا زیاتې پېښې ثبت شوې وې. تېر کال ناروې کې ۴۲ (د اپریل پر ۲۷مه)، دنمارک کې ۲۶ (د سپتمبر پر ۷مه) او سویډن کې ۳۲ (د می پر ۷مه) سلنه مهاجر په کورونا ویروس اخته شوي وو. 


 

نورې ليکنې