د آژې سمندر په ختيځ کي واقع د ليروس او کوس ټاپوګانو مهاجر کمپونه تقريبا خالي دي. څو مياشتي تر مخه هلته د مهاجرو شمير ډېر زيات ؤ.
د لېروس او کوس هغه يوناني ټاپوګان دي چي څو مياشتي تر مخه لا پکښي موجود مهاجر کمپونه زښت ډک ول. خو اوس په لېروس کي صرف ۸۲ مهاجر او په کوس کي صرف ۸۰ مهاجر پاته دي.
په کيوس او ساموس کي هم په مهاجر کمپونو کي د مهاجرو شمير کم سوی دی. په ساموس کي ۱۶۰۰ او په کيوس کي ۵۰۸ مهاجر پاته دي. دا په داسي حال کي چي صرف څو مياشتي مخکي يوازي د ساموس په مهاجر کمپ کي تر ۶۰۰۰ څخه زيات پناه غوښتونکي موجود ول. د آلمان د خبري آژانس د خبر له مخي يادي شميرې د يونان دولتي رسنۍ (ERT) د چهارشنبې په ورځ خپرې کړي دي.
د راپور له مخي صرف ليسبوس هغه يوناني ټاپو دی چيري چي لا په ډېر شمير مهاجر پاته دي. د دغه ټاپو د کاراټېپه د خيمو په مهاجر کمپ کي دمګړی تر ۵۰۰۰ څخه زيات شمير مهاجر سته. په دغه مهاجر کمپ کي د ۸۰۰۰ انسانانو د اوسېدو ځای سته. د کارا ټېپه کمپ د هغه وروسته د يو عبوري حل په توګه تنظيم کړل سو، کله چي په دغه ټاپو کي د موريا کمپ اور واخيست او پکښي ټول جوړښتونه له منځه ولاړل.
په ټولو پنځو يوناني ټاپوګانو کي د موجودو مهاجرو شمير ۸۵۰۰ ښودل سوی دی. دغه شميرې د مهاجرت له پاره د يونان د وزارت له وروستي راپور څخه اخيستل سوي دي. په ۲۰۲۰ کال لا په دغو ټاپوګانو کي د مهاجرو شمير تقريبا ۴۰ زره ؤ.
د يونان په ټاپوګانو کي د مهاجرو د شمير د کمېدلو لامل د يونان د مهاجرت سياست بلل سوی دی. يونان تقريبا هره ورځ هغه مهاجر چي د پناه غوښتنې د قبلېدو چانسونه يې زيات وي له ټاپوګانو څخه و مرکزي وچي ته انتقالوي.
له دې کبله په دغو ټاپوګانو کي د مهاجرو د شمير فشار کم سوی دی. د اتن له خوا و مرکزي وچي ته انتقالېدونکي اکثره دغه کمسن بې سرپرسته مهاجر، کورنۍ، زاړه انسانان او يا هم ناروغه انسانان وي.
د دې تر څنګ د يونان سمندري پوله ساتونکي د ترکيې سره د اوبو سرحدات په کلکه توګه څاري. په دې ترڅ کي د بشري حقونو سازمانونو پر اتن تور لګوي چي په ناقانونه توګه له نيمي لاري څخه مهاجر بېرته پر شا تمبوي او ترکيې ته شړي. خو د يونان حکومت دا تورونه ردوي.
آ./ا.ا.