د هنګري پوله. انځور: دویچه وېله
د هنګري پوله. انځور: دویچه وېله

د رومانیا د اراد ښار پوله ساتونکو په نادلاک ۱ او نادلاک ۲ سرحدي پوستو کې دوو لاریو کې ۱۷ افغانان او سوریایان موندلي دي. دغو مهاجرو غوښتل چې له رومانیا څخه هنګري ته ځان ورسوي.

د رومانیا د اراد پوله ساتونکو د نادلاک ۱ په سرحدي پوسته کې یوه لارۍ کې ۶ افغانان موندلي دي. د دغې لارۍ موټر چلوونکی یو رومانیایی دی چې هنګري ته یې د بیر بوتلونه انتقالول.

د اراد سرحدي پولیسو نن پنجشنبه وویل چې نیول شوي کسان د لا زیاتو پلټنو لپاره د تحقیقاتو ادارې ته لېږدول شوي دي. پولیسو د پلټنو پّ پای کې موندلې چې دغه کسان چې عمرونه یې ۱۶ تر ۲۵ کلونه دي د افغانستان دي او په رومانیا کې اوسېږي.

په یوه بله پېښه کې سرحدي پولیسو د نادلاک په دویمه امنیتي پوسته کې یوه لارۍ کې ۱۱ مهاجر موندلي دي. د دغې لارۍ موټروان یو بلغاریایی دی. چارواکو زیاته کړې چې دویمه لارۍ کې موندل شوي مهاجر د سوریې دي او عمرونه یې ۱۶ تر ۳۹ کلونه دي.

پولیسو د دواړو پېښو په اړه د پلټنو د پیل خبر ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې می میاشتې په پای کې شپږ افغانان او پاکستانیان د هنګري پر پوله یوه لارۍ کې موندل شوي وو. د اراد سیمې پولیسو ویلي وو چې د موټر تر تالاشۍ وروسته یې شپږ بهرنیان د لارۍ په تانکر کې موندلي چې عمرونه له ۱۵ تر ۲۱ کلونه دي.

 

نورې ليکنې