د څو رسنيو د يوې مشترکي څېړني په راپور کي ويل سوي دي چي د کروشيا هيواد په ناقانونه توګه ګاونډي هيوادونو ته مهاجر اخراجوي.
دغه څېړنې د شپيګل، لايټ هاوی ريپورټس، اس آر اېف روندشاؤ، اې آر دي ستوديو ويانا او د کروشيا ورځپاڼي نووستي تر سره کړي دي. په دې ترڅ کي دغو رسنيو په لومړي ځل داسي ويډيويي مواد ثبت کړي دي چي په له نيمي لاري څخه د مهاجرو د شړنې يا «Pushbacks» شواهد راټول سوي دي.
رسنيو د يوې اونۍ په جريان کي د يو کوچني ماشوم او يوې حامله دارې مېرمني په شمول د ۶۵ پناه غوښتونکو د اخراج صحنې ثبت کړي دي. په دغو ويډيوګانو کي په روښانه توګه د کروشيا سرحد ساتونکي معلوميږي. ويل سوي چي مهاجر و بوسنیا او هرڅګووينا ته په زور شړل سوي دي.
پوش بېکس يا بېله دې چي پناه غوښتونکو ته د پناه غوښتنې موقع ورکول سي او هغوی له نيمي لاري بل هيواد ته وشړل سي، يو ناقانونه عمل دی. آلمانۍ رسنۍ شپيګل د کروشيا د کورنيو چارو له وزارت څخه په دې تړاو وضاحت غوښتی ؤ.
وزارت ورته په خپل جواب کي ويلي چي مطرح پيښي پر پوله باندي د راننوتنې د اجازه نه ورکولو پيښي او قانوني دي.
د وزارت په وينا په دې ترڅ کي اړينه نه وه چي «د مهاجرو غوښتني» معلومي کړل سي. خو د يادی رسنۍ په وينا د کروشيا د کورنيو چارو وزارت دا خبره له پامه غورځولې چي د محافظت په تلاښ کي انسانانو ويلي چي د کروشيا تر پولې ور اوښتي ول او دغه هيواد ته ننوتلي ول.
د اروپايي اتحاديې قوانين د دې ممانعت کوي چي په دا ډول يو حالت مهاجر پر شا وتمبول او وشړل سي. د دغې اتحاديې د قانون له مخي بايد اول هغوی ته د پناه غوښتنې امکان برابر کړل سي.
د اروپايي اتحاديې د پارلمان غړو د دغو ويډيوګانو د ليدلو وروسته اندېښنه ښودلې چي دا ډول اعمال به د دغې اتحاديې اعتبار ته زيان ورسوي. په ياد پارلمان کي د هالنډ هيواد استازي تينېکه شتريک ويلي دي چي اروپايي اتحاديه بايد کروشيا مجبوره کړي چي و مهاجرو ته د پناه غوښتني امکان برابر کړي.
د پردې تر شا داسي ګنګوسې هم سته چي ګواکي د اروپايي اتحاديې د شورا شکنجه ضد کمېټې هم يو راپور چمتو کړی چي په نتيجه کي يې کروشيا ښايي د جنجال سره مخامخ سي. ويل کيږي چي د کروشيا حکومت د دې د مخنيوي کوښښ کوي چي دغه راپور خپور نه سي. خو د کروشيا د کورنيو چارو وزارت دا تورونه نه مني.
د اروپايي اتحاديې د کميسيون اړونده کمشنرې يلوا جوهانسون ويلي دي چي پخوا هم ورته داسي راپورونه رسېدلي او دا چي بايد دغه تورونه جلا جلا وڅېړل سي. د هغې په وينا د کروشيا لومړي وزير اندرې پلېنکوويچ د هغې د سفر پر وخت ورته ويلي چي پر پوله به د بشري حقونو د څارنې له پاره بې پري ميکانيزم رامنځته کړي.
آ./ا.ا.