برتانوي ځواکونه په هلمند ولایت کې. انځور:‌ رویټرز
برتانوي ځواکونه په هلمند ولایت کې. انځور:‌ رویټرز

له افغانستانه د بهرنیانو ځواکونو د وتلو لړۍ په جریان کې د سه شنبې په شپه د برتانوي‌ ځواکونو نږدې ۳۰ ځایي کارکوونکي‌ له افغانستانه برتانیا ته انتقال شوي دي.‌

د رسنیو د راپورونو په حواله د افغان ژباړونکو دغه ډله د تېرې سه شنبې په شپه د برتانیا د برمنګهام هوایي ډګر ته رسېدلې ده.‌ ټاکل شوې ده چې دوی د کورونا ویروس د خپرېدا د مخنیوي لپاره د لګولو شویو بندیزونو له امله ۱۴ ورځې قرنطین کې تېرې کړي.‌

تر دې دمه برتانوي چارواکو د دغو کسانو په اړه څه نه دي‌ ویلي.‌

له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو لړۍ تر پیل وروسته دغه هیواد کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ‌ جګړه تودې شوې دي.‌ په ورته مهال ځینو ژباړنو ویلي چې له بهرنیو ځواکونو سره د همکارۍ په خاطر له بېلابېل ګواښونو سره مخ دي.

د یادولو ده چې تر اوسه د برتانوي ځواکونو ۱۳۳۰ افغان همکاران برتانیا ته انتقال شوي دي.

د تېرې می میاشتې په پای کې د برتانیا حکومت اعلان وکړ چې سلګونو هغو افغانانو او کورنیو ته یې د ویزې د ورکولو بهیر چټکوي چې افغانستان کې یې له برتانوي ځواکونو سره یې کار کړی دی.

دغه ډله کې تر ۳۰۰۰ ډېر افغانان او د کورنیو غړي یې شامل دي.

د برتانیا د کورنیو چارو وزیرې د برتانیا حکومت د افغان همکارانو انتقالول یو «اخلاقي مکلفیت» بللی و او زیاته یې کړه وه چې دوی دغو افغانانو او کورنیو ته یې برتانیا کې د نوي ژوند د پیلولو چانس په برابرولو خپله ژمنه ترسره کوي.‌

د روان کال په پیل کې افغانستان کې ۷۵۰ برتانوي ځواکونه پاتې وو چې تر ډېره د کابل امنیت پر تامینولو بوخت وو.‌ خو ټاکل شوې چې د امریکایي سرتېرو د وتلو تر اعلان وروسته دغه سرتېري هم له افغانستانه ووځي.‌

 

نورې ليکنې