د عکس حقونه خوندي‌ دي.
د عکس حقونه خوندي‌ دي.

فرانسوي ورځپاڼه فیګارو په یو راپور کې وایي چې طالبانو د افغانستان په وردګو ولایت کې د فرانسوي ځواکونو یو پخوانی همکار وژلی دی.‌

عبدالبصیر ۳۴ کلن و او پنځه ماشومان یې درلودل.‌ د فیګارو په حواله نوموړی د فرانسوي ځواکوانو د هغو ۸۰۰ افغان همکارانو یو و چې جسد یې په وردګو ولایت کې موندل شوی دی.‌

ورځپاڼې د منځني ختیځ کارپوه کوینتین مولر له قوله ویلي:‌ «د ځایي سرچینو په حواله عبدالبصیر له ۱۵ ورځو راهیسې لادرک و.‌»

ښاغلی مولر چې د عبدالبصیر د ورور په وسیله د ده د وژنې په هکله خبر ترلاسه کړی وایي:‌ «داسې ګومان کېږي چې عبدالبصیر طالبانو له هغې وروسته نیولی چې د نوموړي په موبایل کې یې د فرانسوي ځواکونو له خوا ورته د ورکړل شوی معاش سند لیدلی دی.»

عبدالبصیر له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۳ پورې کابل کې د فرانسویانو په پوځي اډه کې د اشپز په توګه کار کړی و.‌ نوموړي له ۲۰۱۳ راهیسې د فرانسې د ویزې غوښتنه کوله، خو د فرانسې سفارت یې درې ځله غوښتنه رد کړه.‌

عبدالبصیر په ۲۰۱۹ کې فرانسوي محکمې ته مراجعه وکړه.‌ د نوموړي مدافع وکیل ویلیام اوروک فیګارو ته ویلي چې هغه ورته په وار وار پیغامونه استولي او ویلي یې دي چې ژوند یې په خطر کې دی،‌ خو قاضي پرېکړه وکړه چې «کوم ګواښ ورته متوجه نه دی او وړاندې شوي سندونه جعلي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ډلې د جون میاشتې ۷مه په یوه خبرپاڼه کې وویل د دوی له خوا هغو افغانانو ته «خطر متوجه نه دی» چې له بهرنیو ځواکونو سره یې کار کړی دی.

دوی ډاډ ورکړی و چې دغه افغانان کولی شي خپل هیواد کې «عادي ژوند» ته ادامه ورکړي او د خپل تخصص په برخه کې «هیواد ته خدمت وکړي»

په ورته مهال افغانستان کې د فرانسوي ځواکونو ژباړنو او همکارانو د جون میاشتې په پیل کې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ته د یو لیک په استولو سره ویلي وو چې دوی له افغانستانه د فرانسوي ځواکونو تر وتلو وروسته په پټه توګه خپل ژوند ته ادامه ورکوي او ژوند یې په خطر کې دی.

د می میاشتې په جریان کې فرانسې پرېکړه وکړه چې نږدې سل هغو افغانانو او کورنیو ته پناه ورکړي چې له فرانسویانو سره یې دندې لرلې. د دغه پروګرام په چوکاټ کې به موټروانانو، اشپزانو، د فرهنګي او همغږۍ ادارو کارکوونکو او صفاکارانو ته د پناه زمینه برابره شي.

 

نورې ليکنې