نږدې ۳۰۰ مهاجرو د پاریس هوټل دو ویل مخ ته خیمې درولې. انځور:‌ یوتوپیا ۵۶
نږدې ۳۰۰ مهاجرو د پاریس هوټل دو ویل مخ ته خیمې درولې. انځور:‌ یوتوپیا ۵۶

پرون پنجشنبه د شپې له خوا د پاریس هوټل دو ویل مخ ته لسګونې خیمې درول شوې دي. دغه کمپ کې نږدې ۳۰۰ مهاجر ژوند کوي.‌ د کمپ اوسېدونکي او د مهاجرو د حقونو د مدافع بنسټ یوتوپیا ۵۶ له چارواکو څخه د اوسېدو ځای غوښتنه کوي. یادو مهاجرو کې کورنۍ او ماشومان هم دي.

پرون پنجشنبه د جون میاشتې ۲۴مه د پاریس هوټل دو ویل مخ ته سلګونو مهاجرو د یوتوپیا ۵۶ سازمان په مرسته خیمې ودرولې.‌ دوی له حکومته د سرپناه غوښتنه کوي.

د دغو کسانو په ډله کې زیات شمېر کورنۍ، ماشومان او هغه کم سنه او بې سرپرسته کډوال هم دي چې د فرانسوي چارواکو له خوا د کم سنه کسانو په توګه نه دي پېژندل شوي خو له محکمې یې د بیا کتنې غوښتنه کړې ده. ډېری دغه مهاجر د لوېدیزې افریقا اوسېدونکي دي.

تر دې دمه چارواکو د یادو کسانو غوښتنې ته ځواب نه دی کړی.

د یوتوپیا ۵۶ بنسټګر یان مانزي کډوال نیوز ته وایي:‌ «د دغو مهاجرو په ډله کې هغه کورنۍ هم دي چې د ویلمن پارک د خالي کولو عملیاتو په ترڅ کې ورته سرپناه نه وه برابره شوې، ډله کې یې تازه رسېدلي کسان، منل شوي مهاجر او یا له استوګنځیو شړل شوي‌ کسان هم دي.»

«نور ورته د رسیدګۍ توان نه لرو»

د می میاشتې په پای کې ۳۰۰ کسانو د پاریس په ۱۰مه ناحیه ویلمن پارک کې راغونډ شول او د سرپناه غوښتنه یې وکړه.‌

د ایل دو فرانس قومندانۍ بیا د جون میاشتې پر ۳مه ۵۴۶ مهاجرو ته د هرکلي په بېړنیو مراکزو کې سرپناه برابره وکړه.

یوتوپیا ۵۶ وایي کله چې چارواکو د ویلمن پارک د خالي کولو عملیات ترسره کړل، «د پولیسو قومندان مارک ګیوم موږ ته وویل چې هغو کورنیو سره به مرسته وکړي چې له ستونزو سره مخ دي.»

خو په وینا یې له هغه وخت راهیسې یې چارواکو غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

د دغه سازمان غړي کریل توریلا د فرانسې خبري اژانس ته ویلي:‌ «موږ مهاجرو ته د سرپناه غوښتنه کوو ځکه له دوو درېو اونیو راهیسې زموږ د ښاریانو شبکه نور ورته د رسیدګۍ توان لري.‌ د ایل دو فرانس قومندانۍ ته مو خبرداری ورکړ، خو تر اوسه مو کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.‌ هیله لرو چې ښاروالي له موږ سره مرسته وکړي.»

د می میاشتې په پای کې ۳۰۰ کسانو د پاریس په ۱۰مه ناحیه ویلمن پارک کې راغونډ شول او د سرپناه غوښتنه یې وکړه.‌

د ایل دو فرانس قومندانۍ بیا د جون میاشتې پر ۳مه ۵۴۶ مهاجرو ته د هرکلي په بېړنیو مراکزو کې سرپناه برابره وکړه.

رکیزسیون ټولنې له تېرې جنورۍ میاشتې راهیسې ځینو ښوونځیو او جمنازیمونو کې اعتراضي عملیاتونه ترسره کړي دي. د دغې ټولنې د اعتراضي اقداماتو له امله تر اوسه زرګونه کسان د اوسېدو ځای موندلی دی. یادې ټولنې د می میاشتې پر ۱۲مه رپوبلیک ډګر کې مظاهرې جوړې کړې وې. 

 

نورې ليکنې

Webpack App