انځور له ارشیف څخه. سرچینه: پېکچر الاینز
انځور له ارشیف څخه. سرچینه: پېکچر الاینز

ترکي رسنۍ وایي نن دوشنبه د ترکیې په سوېل لویدیز سیرت ولایت کې د امنیتي ځواکونو او انساني قاچاق وړونکو ترمنځ‌ شخړه کې دوه مهاجر وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان دي.

ترکي ورځپاڼه حریت وایي‌ تېره شپه امنیتي‌ چارواکو هڅه وکړه د سیرت ولایت په پرواري ولسوالۍ کې هغه لارۍ ودروي چې د پاکستان او افغانستان اتباع په کې سپاره وو.‌

د سیرت د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکي:‌ «لارۍ چلوونکي د امنیتي ځواکونو د خبرداریو سره سره د موټر له درولو ډډه وکړه او پر پولیسو یې ډزې وکړې.»

خبرپاڼه کې زیاته شوې چې امنیتي چارواکو بیا پر لارۍ چلوونکي ځوابي ډزې وکړې چې له امله یې لارۍ کې سپاره دوه مهاجر ووژل شول او ۱۰ تنه نور ټپیان دي.

ټپي شوي کسان د سیرت ولایت روغتون ته وړل شوي دي.

لږ وروسته امنیتي‌ ځواکونو لارۍ چلوونکی ونیو او د تښتېدلو مهاجرو د موندلو لپاره یې د لټون عملیات پیل کړل.‌

له څو کلونو راهیسې ترکیې اروپا ته د راتلونکو مهاجرو لپاره پر ترانزیتي سیمه بدله شوې ده. دمګړۍ دغه هیواد کې تر ۴ میلیون ډېر مهاجر اوسېږي چې ډېری یې سوریایان او افغانان دي.

زیات شمېر مهاجر ترکیې ته له رسېدو وروسته هڅه کوي چې ځانونه یونان او یا د بالکان هیوادونو ته ورسوي.‌

تېره اونۍ د ترکیې سمندري چارواکو وویل اژې سمندر کې یې هغه ۴۴ پناه غوښتونکي نیولي دي چې غوښتل یې اروپایي هیوادونو ته واوړي. دوی زیاته کړې وه چې دوه شکمن انساني قاچاق وړونکي هم نیول شوي دي.

 

نورې ليکنې