چارواکي وایي چې ۵۶۰ مهاجرو ته یې سرپناه ورکړې.‌ انځور:‌ یوتوپیا ۵۶
چارواکي وایي چې ۵۶۰ مهاجرو ته یې سرپناه ورکړې.‌ انځور:‌ یوتوپیا ۵۶

فرانسوي چارواکي وایي هغه ۵۶۰ مهاجرو ته یې سرپناه برابره کړې ده چې د تېرې پنجشنبې په شپه یې د پاریس ښاروالۍ یا هوټل دو ویل مخې ته خیمې درولې وې.‌

تېره پنجشنبه د جون میاشتې ۲۴مه سلګونو مهاجرو د پاریس ښاروالۍ مخ ته خیمې درولې وې.‌ دغو کسانو چې ډېری یې افریقایان وو له چارواکو څخه د سرپناه غوښتنه کوله.‌

پاریس کې د یوتوپیا ۵۶ مسول کریل توریا د فرانسې خبري اژانس ته ویلي‌ چې څلور ویشت ساعتونه وروسته د یوتوپیا ۵۶ سازمان د اعتراضي اقدام له امله ۵۶۰ کسانو ته سرپناه برابره شوې چې ډله کې یې زیات شمېر کورنۍ، یوازې ښځې، ۸۰ ماشومان او ۵۰ کم سنه او بې سرپرسته مهاجر هم دي.

هغه زیاته کړې:‌ «دغو مهاجرو ته سرپناه برابرول یوه عالي‌ خبره ده،‌ خو د خواشینۍ ځای دی چې د سرپناه د لاس ته راوړلو لپاره داسې اقداماتو ته اړتیا وي.‌ موږ له اونیو اونیو راهیسې [چارواکو ته] د هغو کورنیو په اړه خبرداری ورکوو چې د سړکونو پر غاړه شپه سبا کوي.»

دغه سازمان پر خپله فېسبوک پاڼه لیکي چې چارواکي یې خبرداریو ته غوږ نه نیسي او دا ښیي چې د مهاجرو د هرکلي په برخه کې «سیاسي اراده» نشته.‌ فېسبوکي پوست کې زیاته شوې دوی تر هغه وخت پورې خپلو عملیاتونو ته ادامه ورکوي‌ چې د بې سرپناه نه لرونکو اساسي حقونو ته درناوی وشي.

بل پلو پاریس ښاروالۍ کې د مهاجرو چارو مسول یان بروسا پر خپله ټویټر پاڼه سرویسونو ته د ختونکو مهاجرو د انځورونو په خپرلو سره لیکلي چې ټول دغه کسان نن شپه تر یوه چت لاندې خوب کوي.

نوموړي زیاته کړې چې د پاریس ښاروالۍ دغو مهاجرو ته د سرپناه په توګه دوه جمنازیمونه ځانګړي کړي دي.‌

هغه دا هم ویلي چې دوی غواړي د دایمي حل لارو د موندلو لپاره له دولت سره ګډ کار وکړي.‌ په وینا یې «په داسې حال کې چې مهاجر پر سړکونو شپه تېروی، د تشو ودانیو شتوالی د منلو نه دی.»

رکیزسیون ټولنې، چې یوتوپیا ۵۶ پکې ګډون لري، له تېرې جنورۍ میاشتې راهیسې ځینو ښوونځیو او جمنازیمونو کې اعتراضي عملیاتونه ترسره کړي دي. د دغې ټولنې د اعتراضي اقداماتو له امله تر اوسه زرګونه کسان د اوسېدو ځای موندلی دی. یادې ټولنې د می میاشتې پر ۱۲مه رپوبلیک ډګر کې مظاهرې جوړې کړې وې. 

همدارنګه د رکیزسیون د فعالیتونو له امله د می میاشتې په پای کې ۳۰۰ کسانو د پاریس په ۱۰مه ناحیه ویلمن پارک کې راغونډ شول او له دولت څخه یې د سرپناه غوښتنه وکړه.‌ د ایل دو فرانس قومندانۍ بیا د جون میاشتې پر ۳مه ۵۴۶ مهاجرو ته د هرکلي په بېړنیو مراکزو کې سرپناه برابره وکړه.

 

نورې ليکنې

Webpack App