له ارشیف څخه: کډوال د کالې په ورتییر کمپ کې. انځور: کډوال نیوز
له ارشیف څخه: کډوال د کالې په ورتییر کمپ کې. انځور: کډوال نیوز

تېره شنبه د فرانسې په کالې ښار کې تر ۶۰ ډېرو کسانو د پولیسو د قومندانۍ د هغه فرمان د بیا تمدید کېدو پر ضد مظاهرې وکړې چې له مخې یې له تېرې سپتمبر میاشتې راهیسې د دولت له خوا ناتید شوي سازمانونه د ښار په مرکز کې پر مهاجرو د خوړو د وېشلو اجازه نه لري.

د کالې قومندانۍ تېره سپتمبر میاشت په یوه فرمان کې وویل د «روغتیایي او د عامې نظافت سره تړاو لرونکو ګواښونو» له امله له دولت سره ناراجسټر سازمانونه اجازه نه لري چې د کالې ښار په ځینو سیمو کې پر مهاجرو خواړه ووېشي.‌

تېره شنبه د مهاجرو د حقونو د مدافع بنسټونو لسګونو غړو د ۱۱م ځل لپاره د دولت د دغه فرمان د تمدید کېدو پر وړاندې لاریون وکړ.‌

بیا ولولئ: کالې: «مهاجر که هر چېرې وي، خواړه پرې وېشو»

لاریونوالو شعار ورکاوه:‌ «دارمنن[د فرانسې د کورنیو چارو وزیر] موږ وږي یو، که خواړه را ته پیدا نه شي، موږ به تا خورو.»

فرانسوي ورځپاڼه لا وا دو نور د کالې د خوړو ټولنې غړې النور تروسون له قوله وایي:‌ «دغو فرمانونو مو ژوند سخت کړی.‌ ځینو سازمانونو د خوړو وېشل درولي، ځینو بیا په پټه توګه پر مهاجرو خواړه وېشلي خو جریمه شوي دي.‌ ستونزه دا ده چې هغه خواړه چې دولت مهاجرو ته ورکوي کافي نه دي.»

د سازمانونو په حواله کالې کې د مهاجرو شمېر ۱۵۰۰ کسانو ته رسېږي. ډېری دغه کسان غواړي چې ځانونه برتانیا ته ورسوي.‌

د «ورورولي پرنسیپ» خلاف فرمان

دیارلسو سازمانونو چې کالې کې له مهاجرو سره مرسته کوي په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د ۲۰۲۰ د سپتمبر له ۱۱مې راهیسې دا ۱۱م ځل دی چې دغه فرمان تمدیدېږي.

په خبره یې د خوړو د ېشلو منع له امله مهاجر لومړنیو اړتیاوو ته لاسرسی نه لري.‌ دوی زیاتوي چې د بندیزونو له کبله دمګړۍ سازمانونه د ښار په مرکز کې پر مهاجرو خواړه نه شي‌ وېشلی.‌

بیا ولولئ:‌ کالې کې د مهاجرو پر وړاندې د پولیسو له خوا تاوتریخوالی ډېر شوی

سازمانونه ټینګار کوي چې دغه فرمانونه د «ورورولي پرنسیپ» خلاف دي او موخه یې دا ده چې مهاجر له رواني او فزیکي لحاظه ستړي کړي.‌ دوی دغه راز وایي‌ مهاجر اړ دي‌ چې هره ورځ‌ د خوړو د ترلاسه کولو لپاره له خپلو اوسېدو ځایونو څخه د خوړو د ویشلو تر ځای پورې ۴ کیلومتره پیاده مزل وکړي.

 

نورې ليکنې