د بلغاریا سرحدي پولیس. انځور: پېکچر الاینز
د بلغاریا سرحدي پولیس. انځور: پېکچر الاینز

د بلغاریا رسنۍ وایي د جون میاشتې پر ۲۸مه ۶۹ مهاجر د دغه هیواد سوېلي ښار اېتیمان کې نږدې نیول شوي دي. د الېدژیک دولتي فارم یوه کارکوونکي د دغو مهاجرو تر لیدلو وروسته پولیسو ته اطلاع ورکړې.

د الېدژیک فارم کارکوونکي ایوان یانکولوف د بلغاریا ملي ټلویزون ته ویلي، هغه د مازدیګر په ۵ بجو او ۵۰ دقیقو الېدژیک فارم کې ګزمه کوله چې دغه ۶۹ کسان یې ولیدل.

نوموړي زیاته کړې چې یو مهاجر چې په انګلیسي ژبه یې خبرې کولې ورته ویلي چې دوی د افغانستان دي.

یانکلوف ورپسې د اېتیمان ښار پولیسو ته اطلاع ورکړه. پولیسو بیا فارم کې د یوه موقتي مهاجر کمپ نښې موندلې دي. 

یانکلوف دا هم ویلي، قاچاق وړونکو دغو مهاجرو ته وعده ورکړې وه چې هغه به دوی صوفیا او ورپسې د صربستان پولې ته انتقالوي. خو بیا یې دغه فارم کې یوازې پرېښودلي.

د بلغاریا د ملي ټلویزون په حواله د مهاجرو وسایل ښيي چې دوی له ترکیې څخه بلغاریا ته ځان رسولی دی.

دا په تېره یوه اونۍ کې دویم ځل دی چې مهاجر په دغه سیمه کې نیول کېږي.

ایوان یانکولوف زیاته کړې چې پنځه ورځې مخکې یې د مهاجرو یوه ۲۱ کسیزه ډله موندلې وه چې پر سړک منډې وهلې او له موټروانانو څخه یې پوښتنه کوله چې د صوفیا لار کومه ده.

په ورته مهال د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت ویلي چې یاد کسان یې د غیرقانوني مهاجرو مرکز ته انتقال کړي دي. 

 

نورې ليکنې