د ایران او افغانستان ترمنځ د اسلام قلعې ګډه پوله. انځور: دویچه وېله، شعیب تنها
د ایران او افغانستان ترمنځ د اسلام قلعې ګډه پوله. انځور: دویچه وېله، شعیب تنها

د بې سرحده ډاکټرانو سازمان وایي په تېرو درېو اونیو کې ۱۲۰۰۰ تر ۲۰۰۰۰ افغانانو ایران ته کډه کړې ده. په ورته مهال د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چاور وزارت وایي که څه هم ایران ته د تلونکو مهاجرو کره شمېر نه دی معلوم، خو زیات شمېر کسان افغانستان کې د روانو جګړو له امله د خپل هیواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

په تېرو څو اونیو کې افغانستان کې د جګړو د ګرمېدو له امله زیات شمېر افغانان له خپلو اصلي سیمو څخه بې ځایه شوي دي. افغانستان او ایران لپاره د بې سرحده ډاکټرانو د ماموریت مشره سارا شاتو کډوال نیوز سره په خبرو کې وایي چې د دوی د شمېرو له مخې په تېرو درېو اونیو کې ۱۲ تر ۲۰ زره کسان له افغانستان د ایران مشهد ښار ته رسېدلي دي.

په خبره یې ایران اندېښنه لري چې ښایي په راتلونکو اونیو کې دغه هیواد ته د رسېدلو مهاجرو شمېر ۱۵۰ زره کسانو ته لوړ شي.

نوموړې زیاته کړې چې ایراني چارواکو د بې سرحده ډاکټرانو ډلې سره لیدنه کې ورنه د دغه وضعیت د مدیریت په تړاو د مرستې غوښتنه کړې ده.

آغلې شاتو وایي ټاکل شوې چې دوی راتلونکې اونۍ ایران ته د افغان مهاجرو د ورتګ په هکله له ایراني چارواکو سره یو ځل بیا لیدنه وکړي.

بیا ولولئ: سږ کال تر دې دمه افغانستان کې ۱۰۰ زره کسان بې ځایه شوي

«د مهاجرت لامل جګړې دي»

په ورته مهال د افغانستان د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت د ویاند مرستیال رضا باهر کډوال نیوز سره په خبرو کې وایي: «له افغانستانه د ایران پر لور مهاجرت تر ډېره په غیرقانوني توګه ترسره کېږي. هغه کسان هم چې په قانوني توګه ایران ته ځي د خپلو ویزو د مودې تر پای ته رسېدو وروسته هلته پاتې کېږي. له همدې امله د مهاجرو کره شمېر نامعلوم دی.»

نوموړی زیاتوي چې د افغانستان او ایران پر پوله د دغه وزارت کارکوونکي وایي په ورځ کې شاوخوا ۱۰۰۰ کسان په قاچاقي توګه ایران ته د ورتګ له پاره هڅه کوي.

ښاغلي ویره څرګندوي چې د روانو ناامنیو له امله ښایي زیات شمېر کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شي. په وینا یې د خلکو د «ډله ایز مهاجرت» وېره هم شته.

د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت د رسمي شمېرو له مخې په تېرو دوو اونیو کې جګړو افغانستان کې ۶۰۰۰ کورنۍ بې ځایه کړې دي. رضا باهر وایي چې د روان کال له پیله تر دې دمه د بې ځایه شویو شمېر ټولټال ۲۳۰۰۰ کورنیو ته رسېږي.

تېر کال د دغه وزارت سروې موندلې وه چې ۸۰ سلنه کسان د جګړو او ۲۰ سلنه نور د وچکالۍ او طبیعي پېښو له امله له خپلو سیمو څخه بې ځایه شوي وو. خو د رضا باهر په وینا سږ کال تر دې دمه «جګړې د خلکو د بې ځایه کېدو اصلي لامل» دي. 

 

نورې ليکنې

Webpack App