د مهاجرو ډلې د ترکیې په ادرنه کې. انځور: رویټرز
د مهاجرو ډلې د ترکیې په ادرنه کې. انځور: رویټرز

د ترکیې دفاع وزارت پرون سه شنبه د جون میاشتې ۲۹مه یونان په دې تورن کړ چې تر ۴۰ ډېر مهاجر یې وهلي ټکولي، بربنډ یې کړي او بیا یې ترکیې ته شړلي دي.

ترد ترکیې جمهوریت ورځپاڼه د یونان د دفاع وزارت له قوله وایي چې دغه کسان د د دې هیواد په شمال لوېدیز ادرنه ولایت کې نیول شوي دي. 

ترکي پولیسو یادو مهاجرو ته اجازه ورکړې چې د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د نظام بای چېفتلیګي سیمې ته داخل شي. دوی ورپسې د ادرنې د ژاندارمو ولایتي ادارې ته انتقال شوي‌ دي.

یادې ډلې چارواکو ته ویلي چې یونان ته له رسېدو وروسته وهل ټکول شوي او یوناني چارواکو ډوډۍ او اوبه پرې بندې کړې وې. دوی دغه راز زیاته کړې چې ترکي ځواکونو ۱۲ مهاجر بربنډ کړي دي.

د دفاع وزارت په حواله یاد مهاجر د یوناني پولیسو له خوا تر وهل ټکول کېدو وروسته په زوره ترکیې ته شړل شوي دي.

۴۲ کسان د ترکیې ساحلي اوبو کې ژغورل شوي

د یو بل خبر له مخې د ترکیې ساحلي‌ ځواکونو پرون سه شنبه اژه سمندر کې هغه ۴۲ کسان ژغورلي دي چې په وینا یې د یونان ساحلي ځواکونو د ترکیې پر لور شړلي وو.

پوله ساتونکو یاد مهاجر د ازمیر ولایت د فوجا ولسوالۍ په ساحلي‌ اوبو کې ژغورلي دي.‌ دغه کسان په یوه رابري بېړۍ کې سپاره ول.‌

ترکیې په وار وار یونان له مهاجرو سره په تاوتریخجن چلند او د دوی په شړلو تورن کړی دی. خو یوناني چارواکو دغه ادعاوې ناسمې بولي.

څه موده مخکې ترکي چارواکو وکړ چې د روان میلادي کال له پیله تر دې دمه یې اژه سمندر کې هغه ۳۷۶۳ مهاجر ژغورلي دي چې د یونان د ساحلي ځواکونو له خوا د ترکیې پر لور شړل شوي وو.

د یونان حکومت د جون میاشتې په پیل کې وویل له دې وروسته ترکیه د افغانانو په ګډون د پنځو هیوادونو د اتباعو لپاره د یو درېم خوندي هیواد په توګه پېژني. دا په دې مانا چې یونان کولی شي له ترکیې څخه دغه هیواد ته رسېدلي مهاجر بېرته ترکیې ته اخراج کړي.

خو د بشري حقونو سازمانونو د یونان پر حکومت نیوکه کړې چې ترکیه یې د مهاجرو لپاره امن درجه بندې کړې ده.

 

نورې ليکنې