د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفر | Photo: picture-alliance/dpa/M. Schutt
د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفر | Photo: picture-alliance/dpa/M. Schutt

د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفر د آلمان په ويورڅبورګ ښار کي د يو مهاجر له خوا د چړې بريد د ناکامه سوي ادغام يوه بېلګه ياده کړې ده.

زېهوفر د اوګسبورګر الګېماين ورځپاڼي ته ويلي دي: «کله چي يو ځوان سړی شپږ کاله د بې سرپناه انسانانو په ځای کي ژوند کوي، بې له دې چي يو څوک ورته پام واړوي يا سر پسي وګرځوي، نو بيا موږ له خپل سياست څخه خوشاله نسو کيدلای، دلته د احساس کمښت دی.»

تر اوسه لا نه ده څرګنده چي د ويورڅبورګ په ښار کي په چاړه د بريد کوونکي د دغه بريد اصلي لامل څه شی ؤ. زېهوفر هم دې ته اشاره کړې ده: «موږ د عامل د اسلامستي مفکورې په هکله شواهد لرو. د دې تر څنګ ورسره رواني تکليف هم ملګری دی.»

د دې پوښتني په جواب کي چي دی تر ټولو زيات په کومه خبره فکر کوي، زېهوفر ويلي دي چي دا څنګه ممکنه ده چي يو ۲۴ کلن ځوان، چي په قانوني توګه په آلمان کي اقامه لري، څنګه د بې سرپناه خلکو په ځای کي شپې او ورځي تېروي. هغه زياته کړې: «موږ په دې باندي نه سو مطمئن کيدلای.» 

د زېهوفر په وينا د آلمان وفاق او ايالتونه بايد پر دې غور او فکر وکړي چي ايا د ادغام د چټک کولو اړتيا سته که نه. خو دغه سياستوال د ترهګرۍ او توندلاريتوب له کبله د وضعې د لا ګواښېدونکي کيدو څخه خبرداری ورکړ. هغه وويل: «زه نه غواړم چي پر خلکو د بيري او وارخطايي سيوری واچوم، خو موږ نه بايد چي شته ګواښونه بېخطره وبولو.» 

د زېهوفر په وينا د اسلامستانو، ښې او کيڼ لاس توندلارو او په همدې شان په آلمان کي د رايش بيورګر په نوم ښې اړخي ډلې وضعه د خطر د زګنال حالت ته رسولې ده. د هغه په وينا په پاندمي کي دغه ګواښ لا زيات سوی دی.

د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د جون ۲۵مه نېټه) د آلمان د بايرن ايالت په ويورڅبورګ ښار کي يو ۲۴ کلن د سوماليا مهاجر په چاړه باندي پر لارويانو بريد وکړ چي په نتيجه کي يې ۳ مېرمني ووژل سوې او څو نور کسان ژوبل سول. دغه کس له شپږو کالو راهيسي په آلمان کي د مهاجر په حيث ژوند کاوه. د هغه په هکله په راپورونو کي وويل سول چي په رواني توګه يې درملنه هم سوې وه. خو يو عيني شاهد بيا ويلي ول چي په چاړه د بريد پر وخت هغه د الله اکبر نعرې وهلې چي دا د ترهګريز قصد په توګه ارزول کيږي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې