هغه ربړي کښتۍ چي پکښي مهاجر و بريتانيا ته رسېدلي | picture alliance/dpa/PA Wire | Gareth Fuller
هغه ربړي کښتۍ چي پکښي مهاجر و بريتانيا ته رسېدلي | picture alliance/dpa/PA Wire | Gareth Fuller

بريتانيا د نړۍ له هغو هيوادونو څخه نه شميرل کيږي چي ورته په لوی شمير مهاجر ور روان وي. خو د هغه باوجوده دغه هيواد غواړي ورته د مهاجرت لاري بندي کړي.

هر کله چي د کښتۍ له لاري بريتانيا ته نوي مهاجر ورسيږي نو په دغه هيواد کي غوسه هم زياته وي. دا د بريکزيټ سره تړلې موضوع هم ده.

د فرانسې او بريتانيې تر منځ د مانش کانال د مهاجرت په يوه لاره اوښتی دی. د روان ميلادي کال له شروع څخه بيا د جون مياشتي تر پېل پوري تر ۴۰۰۰ څخه زيات انسانان پر دغه لاره د مهاجرو په توګه بريتانيا ته رسېدلي دي. په تير ميلادي کال دغه شمير ۸۰۰۰ ؤ.

ياد شمير ښايي د يو داسي هيواد له پاره ډېر زيات نه وي چي ۶۶ مليونه نفوس لري. خو د هغه باوجوده هغه انځورونه چي پکښي داسي کښتۍ ښکاره کيږي چي له مهاجرو ډکي وي، د بريتانيې د حکومت له پاره يوه ستونزه دي. دا لکه د نورو يو شمير موضوعاتو په څېر د برېکزيټ سره تړلې خبره ده. د برېکزيټ په پلوي په کامپاين کي سياستوالو دا شعار ورکاوه چي ګواکي کله چي له اروپايي اتحاديې څخه جلا سي، نو به «د خپلو پولو کنټرول پخپله» په لاس کي واخلي. د «بريتانيه په بدلېدونکې اروپا کي» په نوم آند خوني د مهاجرت کارپوه جوناتن پورتېس وايي: «نن سبا د بريتانيې په ولس کي د تيرو پنځو کالو په پرتله د مهاجرت موضوع زياته مطرح نه ده.»

د هغه باوجوده په زياته د کورنيو چارو وزيره پريتي پټېل غواړي چي د وسپنيز لاس سياست عملي کړي. د محافظه پال ګوند په آند کله چي د دوور ساحل ته بېله مخکني خبرداري څخه مهاجر ورسيږي، نو دا پر پولو د نه کنټرول لرلو معنی ورکوي. په سرحدي سيمو کي د ملتپالو احتجاجونه د خپل سخت سياست د استدلال په توګه يادول کيږي. کارپوه پورتې په دې هکله وايي: «موږ يوه داسي د کورنيو چارو وزيره لرو، چي په دې شهرت لري چي ګواکي د محافظه پال ګوند او د برېکزيټ پلوي کوونکو سخت سرو سياستوالو څخه ده. هغې خپل سياسي کاري ژوند پر دې اتکا کړی دی.»

پريتي پټېل چي پخپله د يوې هندۍ يوګنډايي کورنۍ سره تړاو لري، د پوليسو له خوا د نيول سوو قاچاقبرانو سره انځورونه اخلي. په نيمه ښکاره توګه هغه پر دې غور کوي چي د ربړي کښتيو له لاري دغه هيواد ته رسېدونکي مهاجر د جنګي بېړيو په مرسته راوګرځوي او يا پناه غوښتونکي په افريقايي مراکزو کي ځای پر ځای کړي. پر دغه موضوع د پوښتني په جواب کي د کورنيو چارو وزارت ويلي : «موږ له هر امکان څخه کار اخلو چي په مرسته يې ناقانونه مهاجرت کم سي او زموږ پر خراب د پناه غوښتنې پر نظام يې فشار کم سي.» 

خو د محکمې په يوه فيصله کي راغلي چي هغه سرپناوي چي د پناه غوښتونکو د ستالو له پاره کارول کيږي، حتی د کرونا پاندمي هغه حد اقل معيار نه مراعتوي. د برېکزيټ وروسته نه يوازي په بريتانيا کي د اروپايي اتحاديې د اتباعو له پاره په آزاده توګه د اوسېدو او کار کولو وخت پای ته رسېدلی دی بلکه د بريتانوي حکومت د نوو پلانونو له مخي به د پناه غوښتونکو له پاره له دې وروسته دوه طبقاتي نظام رامنځته سي: د دې له مخي به هغه مهاجر چي د مانش کانال له لاري بريتانيا ته راغلي وي د قانوني لاري راغلو مهاجرو په پرتله د هميشه له پاره کم امکانات او حقوق ولري. خو په قانوني توګه و بريتانيا ته مهاجر ډېر مغلق او سخت دی او د پناه غوښتونکو له پاره يو حقيقي بديل نه دی.

د بريتانوي حکومت پلان حتی د دې لامل سو چي ملګري ملتونو مداخلت وکړ. د UNHCR سازمان په ښکاره توګه د بريتانوي حکومت ياد پلانونه وغندل. د دغه سازمان په وينا په ۱۹۵۱ کال د مهاجرت د نړيوال کانوانسيون په رامنځته کولو کي بريتانيې مهمه برخه لرله. د دغه سازمان په وينا که بريتانيه دوه طبقاتي د پناه غوښتني نظام رامنځته کړي نو دا به تبعيض کوونکی يو عمل او د مهاجرت د نړيوال کانوانسيون نقض وي.

د ملګرو ملتونو د ياد سازمان په حوال په تير کال په ټوله نړۍ کي ۸۲،۴ مليونه انسانان په تېښته کي وو، چي دا شمير تر بل هر وخت زيات دی. خو بريتانيا چي يو ټاپو دی، د مهاجرو د رسېدلو له پاره يو اصلي منزل مقصود نه دی او ورته زيات مهاجر نه رسيږي. د بريتانيا په پرتله په اروپايي ستره وچه کي او په همدې شان د منځني ختيځ او افريقا نورو هيوادونو ته مهاجر په پرتليزه توګه آسانه ځان رسولای سي. په عين حال کي د پخوا په پرتله و بريتانيې ته د مهاجرت شميرې کمي سوي دي.

د برېکزيټ وروسته بريتانيا نور د دبلن تړون دخيل هيواد نه دی پاته. خو د هغه باوجوده بريتانيا کوښښ کوي چي د اروپايي اتحاديې سره داسي يو جوړ جاړي ته ورسيږي چي له دغې اتحاديې و بريتانيې ته رسېدلي مهاجر بېرته ومني. خو د کارپوه پورتېس په وينا د اروپايي اتحاديې غړي هيوادونو پخپله د مهاجرو د لويو شميرو سره مخامخ دي او زياته دلچسپي نه لري د مهاجرو په بېرته منلو سره «پر بريتانيا دا احسان وکړي.»

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې