ایران کې افغان زده کوونکي. انځور: دافغانستان د کډوالو چارو وزارت
ایران کې افغان زده کوونکي. انځور: دافغانستان د کډوالو چارو وزارت

ایراني رسنیو د دغه هیواد په ښوونځیو کې د افغان ماشومانو د شاملېدو د پخوانۍ مقررې د اصلاح خبر ورکړی دی. په وینا یې نوې مقرره کې ایراني ښوونځیو کې د ټولو افغان ماشومانو د شاملېدو په هدف تدابیر نیول شوي دي.

د ایران تسنیم خبري اژانس د دغه هیواد په ښوونځیو کې د افغان ماشومانو د شاملېدو د پخوانۍ مقررې د اصلاح خبر ورکړی دی. دغه مقرره کې ایراني ښوونځیو کې د ټولو افغان ماشومانو د شاملېدو په هدف تدابیر نیول شوي دي.

مقررې افغان زده کوونکي په دوو برخو وېشلي دي: ۱) هغه افغان مهاجر چې قانوني سندونه لري، په ایراني ښوونځیو کې ثبت نام کولی شي. ۲) خو هغو افغان ماشومانو چې له ۹ شرایطو څخه یو یې پوره کړی وي د کفالت په دفاترو کې او هغه ماشومان چې هېڅ ډول سند نه لري د مهاجرو او اتباعو چارو ادارو کې نوم لیکنه کولی شي.

بیا ولولئ: افغان مهاجر د ریاضۍ په عملي المپیاد کې لومړی مقام خپل کړی

بې سنده ماشومان

د مقررې پر بنسټ سند نه لرونکي ماشومان هغه مهال ښوونځیو کې نوم لیکنه کولی شي چې په دغو ډلو کې شامل وي:

هغه کس چې په تېرو کلونو کې یې د زدکړې حمایتي کارت ترلاسه کړی و، ښوونځیو کې یې نوم لیکنه کړې وه او پر زدکړو بوخت و.

هغه زده کوونکی چې په روان کال یا تېر کال کې یې د کورنۍ یوه غړي د زدکړې حمایتي کارت ترلاسه کړی او دمګړۍ پر زدکړو بوخت دی.

هغه ماشوم چې په ۹۵ او ۹۶ کلونو کې یې مور او پلار د غیرقانوني مهاجرو په سرشمېرنه کې ګډون کړی او د نفوسو په ډېتابېس کې یې معلومات درج وي.

هغه زده کوونکی چې پاسپورت لري خو د مشکلاتو له امله یې خپله ویزه نه ده تمدیده کړې.

هغه ماشوم چې ایرانۍ مور لري خو تر دې دمه یې ایرانی تابعیت نه دی ترلاسه کړی.

هغه زده کوونکی چې مور او پلار یې قانوني سندونه لري، خو ۱) هغه د خپلو والدینو د سندونو ترمنځ د توپیر له امله قانوني سند نه دی ترلاسه کړی او ۲) په ۹۵ او ۹۶ کلونو کې یې مور او پلار د غیرقانوني مهاجرو په سرشمېرنه کې ګډون کړی.

د زېږېدو سند خاوند هغه زده کوونکی چې یوازې یې مور او یا پلار قانوني سند لري، خو په ۹۵ او ۹۶ کلونو کې یې مور او پلار د غیرقانوني مهاجرو په سرشمېرنه کې ګډون نه وي کړی.

بیا ولولئ: ایران کې افغان کډواله: «له ۳۵ کلن ژوند وروسته یو سیم کارت نه شم اخیستلای»

له زیاتو کلونو راهیسې ایران کې افغان زده کووونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي. څو کاله مخکې بې سنده افغان زده کوونکو اجازه نه درلوده چې د دغه هیواد په دولتي ښوونځیو کې نوم لیکنه وکړي.

د ایران مذهبي مشر په کال ۱۳۹۴ کې ژمنه کړې وه چې ټول هغه افغانان چې قانوني سندونه هم نه لري کولی شي چې ښوونځیو ته ولاړ شي. 

 

نورې ليکنې

Webpack App