د اروپاي ۳۳ ښارونه غواړي چي د پناه غوښتنې د حق د تقويې له پاره په يو نوښت او کامپاين کي برخه واخلي. په دې ترڅ کي به هغوی په رضاکارانه توګه مهاجرو ته ځای ورکوي.
د ايتاليا په بندري ښار پالېرمو کي د ښارونو د يوې اتحاديې بنياد کښېښودل سو. د «د خوندي بندرونو نړيوال اتحاد» په نوم د ښارونو دغه اتحاديه غواړي چي تر خپلې سهميې زيات مهاجر ومني. دغه ښارونه به په رضاکارانه توګه مهاجرو ته ځای ورکوي. په دې تړاو جزئيات د آلمان د پوستدام ښار ښاروال مايک شوبرت ورکړل. د نوموړي ښار هم په دغه اتحاديه کي غړيتوب لري.
د پالېرمو او پوستدام تر څنګ امسترادام، مونشن، لايپڅيګ، بارسېلونا او يو شمير نور اروپايي ښارونه په ياده اتحاديه کړي غړي دي. د ښارونو د يادي شبکې په اعلاميه کي راغلي چي «موږ بېله قيد او شرط څخه و بشري ارزښتونو ته معتقد يو او په مشکل حالاتو کي هم د بشر نړيوال حقونه او د پناه غوښتنې حق ته قايل يو. »
د دغو ښارونو ښاروالان د مهاجرو د منلو په پروژه کي د پيسو د اړتيا په پوره کولو کي له اروپايي اتحاديې د مرستو هيله لري. په اعلاميه کي په دې تړاو راغلي: «اروپايي ادارې بيا مرستندويه ښارونو ته په مستقيمه توګه د پيسو مرستو ته د لاسرسي آسانتيا برابره کړي چي دغه ښارونه خپل بشري مسؤليتونه پوره کړلای سي.»
په آلمان کي له ۲۰۱۹ کال راهيسي د «ښارونو خوندي بندرونه» په نوم اتحاديه وجود لري. په دغه شبکه کي د آلمان تر ۱۰۰ څخه زيات ښارونه او ښارګوټي ونډه لري. هغوی په رضاکارانه توګه له مديترانې څخه ژغورل سوي مهاجر مني. دا هغه مهاجر دي چي تر اندازې په زياتو ډکو مهاجر کمپونو کي بند پاته دي.
آ./ا.ا.