په بلجيم کي تر ۴۰۰ څخه زياتو داسي کارګرو د نه خوړلو خپل اعتصاب ته ادامه ورکړې چي اسناد نه لري. هغوی غواړي چي بلجيم ورته د پاته کېدو سندونه ورکړي.
د اعتصاب کوونکو تقريبا ۴۰۰ کارګرو څخه اکثره يې د مراکش او الجزاير اتباع دي. هغوی په ډليزه توګه د نه خوړلو اعتصاب ته ادامه ورکړې ده او غواړي چي په دې توګه پر بلجيمي چارواکو فشار راولي چي ورته د پاته کېدو له پاره اړين اسناد ورکړي.
دغه کارګرو له شپږو اونيو راهيسي د بروکسل په بيلو برخو کي خپلو احتجاجي ناستو ته دوام ورکړی دی. په دې ترڅ کي هغوی په کليسا، د پوهنتون په کانتين او ورته ځایونو کي دېرې اچولي دي. د پوهنتونونو استادانو د موضوع د عاجل حل ږغ کړی دی ولي چي د اعتصاب کوونکو کسانو د روغتيا په باره کي اندېښنې زياتي سوي دي.
احتجاج کوونکي چي د يو شمير ځايي خلکو ملاتړ هم ورسره مل دی غوښتنه کوي چي هغوی ته په بلجيم کي د پاته کېدو حق ورکول سي. دا د هغه وروسته چي اکثرو دغو کارګرو په کالونو کالونو په دغه هيواد کي بېله اسنادو کارونه کړي دي.
د الجزائر څخه يو ۴۲ کلن کس عبدالسلام و فرانس پرېس خبري آژان ته ويلي دي چي ځکه په احتجاج بوخت دی ولي چي غواړي په بلجيم کي پاته سي. هغه ويلي: «د هغه باوجوده چي موږ وړتياوي لرو او دلته د کار له پاره راغلي يو او نه غواړو چي صرف پيسې ټولي کړو، خو بيا هم هميشه راته دغه يو جواب راکول کيږي چي بايد خپلو هيوادونو ته ستانه سو.»
د نه خوړلو اعتصاب د می په مياشت کي هغه وخت پېل سو کله چي پسله څلورو مياشتو د بلجيم د مهاجرت د چارواکو سره د خبرو لړۍ وشکېدله. اوس په دغه قضيه کي د بلجيم د شپږو لويو فرانسوي ژبو پوهنتونونو رئيسان هم دخيل سوي دي.
د پوهنتونونو استادانو د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د جون ۲۹مه نېټه) پر چارواکو ږغ وکړ چي «خپل ټول قانوني واک په کار واچوي» چي حللاره پيدا کړي او احتجاج کوونکي خپل احتجاج ته د پای ټکی کښېږدي.
د ليبرې دې بروکسل پوهنتون رئيسي ويلي دي چي د دې د پوهنتون په ساحه کي چي کومو کسانو د نه خوړلو اعتصاب ته ادامه ورکړې ده، د هغوی روغتيايي وضعې دا اندېښمنه کړې ده. هغې بيره لرلې ده چي که دغه اعتصاب ادامه ولري نو ښايي ناقابل تلافي پايلي ولري.
د بلجيم چارواکي پر دې ټينګار کوي چي چي مراکش او الجزاير باثباته هيوادونه دي او له دې کبله کارکوونکي د پناه غوښتني اجتماعي حق نه لري. چارواکي وايي چي په اجتماعي توګه به دغو کارګرو ته د پاته کيدو اجازه ورنکړي.
د مهاجرت او پناه غوښتني د اړونده ادارې وياند پر اعتصاب کوونکو ږغ کړی دی چي په سمدلاسه توګه خپل «دغه خطرناک عمل ته» د پای ټکی کښېږدي.
د يادي ادارې وياند و فرانس پرېس خبري آژانس ته ويلي دي: «په ټولو اروپايي هيوادونو کي د مهاجرت قوانين سته. موږ نه سو کولای چي هر يو کس قانوني کړو.»
آ./ا.ا.