د فرانسې په بریانسون ښار کې د رفیوج سولېدر او ټول میګران په نامه د مهاجرو د حقونو مدافع بنسټونو د پولیسو قومندانۍ ته د یو لیک په استولو ورڅخه د مرستې غوښتنه کړې ده. یادو سازمانونو ویلي چې چارواکې دې بریانسون ته د کورنیو او زیان منونکو کسانو د هرکلي لپاره ورته امکانات برابر کړي.
تېره دوشنبه د جون میاشتې ۲۸مه رفیوج سولیدر، ټول مهاجر، سیماد، د نړۍ ډاکټرانو، د بې سرحده ډاکټرانو، سکور کاتولیک او کاریتاس فرانسه سازمونونو د هوت الپ قومندانې مارتین کلاول ته د یو لیک په استولو ورڅخه د مرستې غوښتنه کړې ده.
د ټول مهاجر سازمان په حواله د روان کال له جنورۍ میاشتې راهیسې نږدې ۲۰۰۰ بریانسون ښار ته مهاجر رسېدلي دي. په خبره یې یوازې د می او جون په میاشتو کې دغه ښار ته د رسېدونکو مهاجرو شمېر ۱۲۰۰ کسانو ته رسېږي. لیک کې زیاته شوې چې رفیوج سولیدر نور د مهاجرو د مناسب هرکلي لپاره کافي امکانات نه لري.
ټاکل شوې ده چې دغه سازمان په دوبي کې یوې نوې ودانۍ ته کډه وکړي.
بیا ولولئ: فرانسه، بریانسون: د مهاجرو د هرکلي سازمان رفیوج سولیدر به نوې ودانۍ ته کډه وکړي
د ټول مهاجر سازمان مشره استفاني بېسون چې له رفیوج سولیدر سره ګډ کار کوي کډوال نیوز ته وایي: «موږ خپلې مبارزې ته ادامه ورکوو، خو اوسني وضعیت موږ اړ کړي یوو چې له چارواکو څخه د مرستې غوښتنه وکړو. رضاکاران مو مرستې ته اړتیا لري. هر څوک باید خپل مسولیت ادا کړي.»
«استوګنځي شته»
د لیک لاسیکوونکو ویلي چې د دغې ستونزې د هوارولو لپاره مهاجرو ته د سرپناه ورکولو بېړني پلان ته اړتیا شته. بریانسون ښار د طبیعي پېښو د رامنځ ته کېدو په صورت کې دا پلان تطبیقوي.
استفاني بېسون وایي: «کله چې درنه واوره ورېږي، بریانسون د ګرځندویانو لپاره خپل جمنازیمونه پرانیځي.» د نوموړې په خبره دا ښيي چې د بریانسون چارواکي د مهاجرو هرکلی هم کولی شي. په وینا یې: «د ښوونځیو د رخصتیو پر مهال د لیسو ودانۍ تشې وي. مانا یې دا چې استوګنځي شته، خو سیاسي اراده نشته.»
بیا ولولئ: د الپ له واورو ډک غرونه: کډوال په خورا سختو شرایطو کې له ایټالیا څخه فرانسې ته ځان رسوي
د آغلې بېسون په حواله د ایټالیا د اولکس او باردونیچیا ښارونو د مهاجرو د شمېر تر زیاتوالي وروسته دولتي مرستې ترلاسه کړې دي. هغه زیاتوي چې د فرانسې حکومت هم باید ورسره مرستې وکړي.
استفاني بېسون وایي: «کله چې مهاجر بریانسون ته رسېږي، دوی د اوږدو سفرونو له امله ستړي شوي دي. نو باید د دوو یا درېو ورځو لپاره ورته سرپناه برابره کړل شي.» د لیک د لاسلیکوونکو په خبره ځینې مهاجر له بریانسون څخه د فرانسې نورو ښارونو ته ورځي او هلته د پناه غوښتنه کوي.
زیان منونکي مهاجر
رفیوج سولیدر په ۲۰۱۷ کې جوړ شوی دی او تر دې دمه یې تر ۱۲۳۰۰ کسانو ته سرپناه برابره کړې ده. استفاني بېسون وایي: «اوسمهال زیات شمېر کورنۍ رفیوج ته راځي. په ډله کې یې بوډاګان هم شته. لږ مخکې مو یو ۷۰ افغان سړي ته ځای ورکولی و.»
بیا ولولئ: د فرانسې او ایټالیا ترمنځ پوله: بودا کسان له الپ غرونو د تېرېدو زیار باسي
د مهاجرو په ډله کې کم سنه کسان او ښځې هم دي. بېسون وایي: «ځینې ښځې حاملې دي، ځینې نورې له خپلو نوو زېږېدلو ماشومانو سره راځي. دوی زیان منونکي دي او د هرکلي لپاره یې باید مناسب شرایط رامنځ ته شي.»