اروپایي پارلمان په بروکسل کې. انځور:‌ پېکچر الاینز
اروپایي پارلمان په بروکسل کې. انځور:‌ پېکچر الاینز

اروپایي پارلمان د جون میاشتې پر ۲۹مه د پناه غوښتنې او مهاجرت د تړون په چوکاټ کې د کډوالۍ د نوي اژانس د جوړولو پرېکړه وکړه.‌ فرانسه کې بیا د ملي راغونډېدنې سخت دریځ‌ ګوند پر دغې پرېکړې نیوکه کړې.

اروپایي استازو او د ۲۷ هیوادونو غړو تېره سه شنبه د جون میاشتې ۲۹مه د مهاجرت د نوي اژانس د جوړولو پرېکړه وکړه.‌ د پرېکړې له مخې دغه اژانس به د پناه غوښتنې پروسې د کیفیت د ښه کولو دنده پر غاړه لري.‌ ټاکل شوې چې د یاد اژانس ۵۰۰ کارپوهان له اروپایي هیوادونو سره تخنیکي او عملیاتي مرسته وکړي.

دغه اژانس په بېلابېلو اروپایي هیوادونو کې د پناه غوښتنې پروسې د یو شان کولو مسولیت لري او یادو هیوادونو سره د مهاجرو د دوسیو په ارزولو کې مرسته کوي.‌ د اروپایي کمیسیون په وړاندیز کې راغلی چې دغه اژانس به د «کارپوهۍ مرکز» حیثیت ولري.

تېر کال په سپتمبر میاشت کې اروپایي کمیسیون د پناه غوښتنې او مهاجرت نوې طرحه وړاندې کړه. دا دویمه پرېکړه ده چې د یاد تړون په چوکات کې کېږي.‌

بیا ولولئ:‌ اروپایي کمېسیون د پناه غوښتنې او مهاجرت په اړه خپل نوی پلان وړاندې کړ

«نه،‌ د اژانس مقصد دا نه دی چې د مهاجرو بیا مېشتول جبري کړي»

په ورته مهال فرانسه کې د ښۍ اړخې ګوند مشرې مارین لوپن د جون میاشتې پر ۳۰مه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د دې اژانس د جوړولو مقصد دا دی چې «ملتونه تر قیمومیت لاندې راولي» او د مهاجرو بیا مېشتول جبري کړي.

خو د نوموړې په ځواب کې د اروپایي پارلمان استازې او د رېنیو یوروپ ډلې غړې فابین کېلر په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د اژانس مقصد دا نه دی چې د مهاجرو بیا مېشتول جبري کړي.‌

د اروپایي پارلمان د هویت او دموکراسۍ ډلې چې ۷۳ سخت دریځ استازي پکې شامل دي د ۲۰۲۰ په اکتوبر میاشتې کې د اروپایي کمېسیون د نوي تړون پر وړاندې د «اروپا وژغورئ» په نامه کمپاین پیل کړی و.‌ له هغه وخت راهیسې فرانسه کې د ملي راغونډېدنې ګوند دغه کمپاین پر مخ وړي.‌ خو په اصل کې د اروپایي کمېسیون نوی تړون سرحدونو کې د امنیتي تدابیرو پر زیاتېدو،‌ اروپا ته د مهاجرو د رسېدو پر مخنیوي او له درېمو هیوادونو سره پر همکاریو ټینګار کوي.

 

نورې ليکنې

Webpack App